ساینس او ټکنالوژي

د مصنوعي هوش له لارې د کورنیو غړو د موندلو لپاره د یوه ارجنټایني هنرمند هڅه

د سنتیاګو باروس په نوم یوه ارجانټینی هنرمند له مصنوعي هوش څخه ګټه اخلي ترڅو پوه شي، د هغو کسانو اولادونه چې د ۱۹۷۶ او ۱۹۸۳ کلونو په منځ کې د دغه هېواد په پوځي خونړۍ دیکتاتورۍ کې بې‌درکه شوي، څنګه به وي.

دا پروژه کولای شي د قربانیانو د کورنیو په پیدا کولو کې مرسته وکړي، خو ښاغلي باروس ویلي چې د ډي‌اېن‌اې آزموینه د قربانیانو کورنیو د پېژندلو لپاره یوازینۍ رسمي لار ده.

هنرمند سنتیاګو باروس وايي: «زه تل داسې انځورونه ټاکم چې کس کمرې ته مخامخ ګوري. د سترګو لید یې تاسو ته یادونه کوي چې لا هم وحشت شته دی. د دغو کسانو هویت تر اوسه نه دی روښانه شوی، دا هغه جنایت دی چې هره ورځ ترسره کېږي.»

د راپورونو له مخې، په ارجنټین کې د ۱۹۷۶ تر ۱۹۸۳ کلونو ترمنځ د پوځي دیکتاتورۍ حکومت په لړ کې د ماشومانو په ګډون لسګونه زره تنه بې‌درکه شول.

باروس توانېدلی په مصنوعي هوش سره د قربانیانو ۱۳۲ لسمیان پیدا کړي. په دې لړ کې باروس ټینګار وکړ، چې د ډي‌اېن‌اې آزموینه د خلکو د هویت پېژندلو لپاره یوازینۍ له تېروتنې پرته لار ده.

دغه ارجانټینی هنرمند د بې‌درکه شویو پلرونو او میندو انځورونه د هغوی له احتمالي اولادونو سره چې په مصنوعي هوش جوړ شوي پر خپله وېب‌پاڼه او انسټاګرام خپروي ترڅو کورنۍ خپل بې‌درکه شوي غړي پیدا کړي.