ساینس او ټکنالوژي

د یوې ۴،۵ میلیارد کلنې سیارې بېلګې ځمکې ته راوړل کېږي

ناسا فضايي سازمان اعلان کړی، چې ټاکل شوې اُسیریس-رِکس فضايي سپوږمکۍ د یکشنبې په ورځ له درې کلن ماموریت وروسته بېرته ځمکې ته راشي.

دغه څېړونکې سپوږمکۍ به د بِن‌نُو سیارې چې ۴.۵ میلیارد کاله عمر لري، ځینې بېلګې له ځان سره ځمکې ته راوړي.

د ناسا لوړپوړې څېړونکې امي سایمن وايي: «سیارې د شمسي منظومې له جوړښت پاتې شوي توکي دي. له همدې امله هغه د شمسي منظومې د سیارو د جوړښت یوه بېلګه دي او د هغوی مطالعه له موږ سره مرسته کوي چې پوه شو ځمکه او د شمسي منظومې ټولې سیارې څنګه جوړې شوې دي.»

ناسا اعلان کړی، چې څېړونکې سپوږمکۍ به د امریکا په ځايي وخت یکشنبه سهار ۹ بجې ځمکې ته راورسېږي.

ټاکل شوې دا بېلګې د ۲۰۰ پوهانو له خوا وڅېړل شي او پایلې به یې شپږ میاشتې وروسته ټولې نړۍ ته وړاندې شي.