افغانستان

کندز کې د یوه موذن وژل کېدل

کندز ولایت کې د «چای پلورلو» کوڅې جومات موذن قاري سید عبدالهادي دوې ورځې مخکې د ناپېژانده وسله‌والو له خوا وژل شوی دی.

د قاري سید عبدالهادي خپلوان وایي چې ناپېژانده وسله‌والو هغه د شپې ۳ بجې شاوخوا له خپل کوره ایستلی او په ډزو یې وژلی دی.

هغوی زیاتوي، چې نوموړی د چای پلورلو کوڅې جومات موذن و او همداراز د سیمې ماشومانو ته د دیني مضمونونو د تدریس مسوولیت پرغاړه درلود.

د وژل شوي کس د خپلوانو په وینا هغه د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.

ویل کېږي چې وژل شوي کس د ملي پوځ د یوه کنډک په جومات کې د امامت مخینه لرله؛ خو د قاري سید عبدالهادي خپلوانو دا مورد رد کړی دی او وایي، چې نوموړی عادی وګړی و.

د ویلو ده چې دا پېښه دوې ورځې مخکې د لیندۍ پر ۱۲ نېټه د کندز ولایت په چای پلورلو کوڅه کې شوې ده.

په همدې حال کې د کندز لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبید‌الله عابدي د دغه خبر په تایید وایي چې قاري سید عبدالهادي د ناپېژانده وسله‌والو له خوا د کندز ښار په اوومه حوزه کې وژل شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور یو کس نیول شوی دی.