افغانستان

له ښوونکو د ارزونې ازموينې اخيستل او د دوی اندېښنې

یو شمېر ښوونکي وايي چې ټاکل شوې د طالبانو لخوا له هغوی د ارزونې ازموينه واخيستل شي. د دوي په وينا دا ازموينه تر ډېره پر دیني مسایلو راڅرخي.

شکیلا چې د کابل په يوه دولتي ښوونځي کې ښوونکې ده وايي اندېښنه يې دا ده که په دغه آزموينه کې بريالۍ نشي برخلیک به یې څه ډول شي. هغه زیاتوي چې د طالبانو لخوا ورته خبر ورکړل شوی، د روانې اوونۍ په لړ کې د ارزونې ازموينه ترې اخيستل کېږي.

د معلومات له مخې دا آزموينه د حوزو د آمرينو له خوا اخيستل کېږي چې تر ډېره عقيدتي پوښتنې پکې دي.

دغه ښوونکې وايي: «مونږ ته يې يو د تعلیم القرآن کتاب راکړی دی، زه اندېښنه لرم چې که ناکامه شم دنده به مې له لاسه ورکړم.»

شکیلا وايي، څه موده وړاندې هم يو ځل له ښوونکو دې ورته ازموينه اخيستل شوی وه؛ خو بیا طالبانو وويل چې هغه ازموینه سمه نه ده باید له سره واخیستل شي.

دا ښوونکې وايي چې تير ځل په ازموینه کې د اوداسه او لمانځه د فرایضو په اړه د پوښتنو ترڅنګ ځينې نورې ديني پوښتنې هم راوړل شوې وې.

يو ښوونکی چې نه غواړي نوم يي په راپور واخیستل شي آمو ته د دې ازموينې د څرنګوالي په هکله وايي: «دا ازموينې د ښوونکو د ارزونې په موخه دي چې د برياليتوب په صورت کې ورته قدم ورکول کېږي. د ډېری ښوونکو قدم همدې ازموينې ته پرېښودل شوی او آزموينه په هرو دوو کلونو کې اخيستل کېږي.»

د طالبانو لخوا جوړو شویو کاري اصولو کې راغلي، کوم ښوونکي چې په دې آزموينه کې ناکام شي له قدم یا ترفیع څخه بې برخې کېږي او که درې ځله ناکام شي له خپل بسته منفکېږي.

دا ښوونکی وايي په تېر حکومت کې هم د ارزونې ازموينه اخيستل کېده هغه مهال يوازې د استاد درسي پلان د درس ورکولو ډول کتل کېده او يو فورم د قدم اخیستو په موخه د ډکولو لپاره ورکول کېده.

هغه زیاتوي، اوس د ازموينې بنه بدله شوې د ښوونکو املا کتل کېږي او ترڅنګ يې تقريري برخه هم لري چې په هغه برخه کې د مولوي صاحبانو له لوري له ښوونکو تقريري ازموينه اخيستل کېږي چې ټولې ديني او عقيدتي پوښتنې پکې دي.

ويل کېږي دا ازموینه د حنفي فقې پربنسټ اخیستل کېږي. د جعفري فقې یو شمېر لارویان ښوونکې بيا وايي اندیښنه يې دا ده چې ناکام نه شي ځکه دوي په حنفي فقه کې معلومات نه لري.

حسین مظفري چې د جعفري مذهب لاروی دی او د کابل په یوه ښوونځي کې د ښوونکي دنده لري وايي چې دوي ته خبر ورکړل شوی چې د ارزونې ازموینې لپاره تياری ونيسي خو وايي وېره لري چې ناکام نه شي.

نوموړی زیاتوي: «زه د حنفي فقې په مسائلو کې هېڅ معلومات نلرم ځکه د حنفي او جعفري مذهبونو د احکامو په ځینو موردونو کې توپیر شته او له طالبانو غواړم  چې مونږ ته پوښتنې زمونږ د مذهب له مخې برابرې کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د راپورورنو پر بنسټ طالبانو په تېرو وختونو کې ځينې ښوونکي له دندې ګوښه کړي او خپل کسان يې پرځای ګومارلي دي.

اوس يو شمېر ښوونکې اندېښنه لري چې ښايي دا آزموينه د دوی د ګوښه کولو لپاره يو پلمه وي.

یو بل ښوونکی شفیق احمد (مستعار نوم) وايي، طالبان هڅه کوي چې پخواني ښوونکې په دې پلمه له دندې ګوښه کړي، بله دا چې د ازموينې پوښتنې ډېرې ساده دي چې د ښوونکي مقام ته سپکاوی دی ځکه مونږ الحمد لله مسلمانان يو او د خپل دين په تړاو لومړني معلومات لرو.

د ویلو ده چې د طالبانو له بيا واکمنېدو راهیسې د ښوونکو معاشونه د يونسيف «له ماشومانو د ملاتړ د نړيوال صندوق» له خوا ورکول کېږي، يونسيف هر ښوونکي ته د مياشتې سل ډالر معاش ورکوي.