افغانستان

دایکندي کې د طالبانو د برید قربانیان

لږترلږه څلور سرچینې تاییدوي چې طالبانو پنجشنبې سهار د لیندۍ پر درېیمه نېټه د دایکندي ولایت د مرکز په «سیوک شیبر» کلي کې د هاشم خان او محمد داد جعفري پر کورنیو برید وکړ او په دغه برید کې د دې کورنیو اته غړي وژل شوي او یوه ښځه ټپي ده.

د دې پېښې د قربانیانو خپلوان او د کورنۍ غړي وایي چې په وژل شویو کې درې نهه کلن، دوولس کلن او څوارلس کلن ماشومان هم شامل دي.

په همدې حال کې د قربانیانو د کورنیو غړي وایي چې طالبانو شپږ تنه نور له ځان سره بېولي او د هغوی د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته.

په دغه برید کې وژل شوي کسان

امین‌الله مالی د محمد حکیم خان زوی

ابراهیم یعقوبي د هاشم خان زوی

شېرعلی جعفري د محمد داد جعفري زوی

محمد جعفري (نهه کلن) د شیرعلی جعفري زوی

امیر جعفري د محمد داد جعفري زوی

عنایت‌الله جعفري (دوولس کلن) د امیر جعفري زوی

محمدعلم جعفري د محمد داد جعفري زوی

مهدي جعفري (څوارلس کلن) د محمدعلم جعفري زوی

نیول شوي کسان

احسان د هاشم خان زوی

رحمان د هاشم خان زوی

بشیر حیدري د حاجي حیدر زوی

محمود حیدری د حاجي حیدر زوی

یونس توکلي د محمد ناظر زوی

محمد رضایي

ولې طالبانو دا برید کړی دی؟

ځینې سرچینې وایي چې طالبانو د دغو کورنیو یو شمېر غړي له مقاومت جبهې سره پر همکارۍ تورن کړي او له هغوی یې غوښتي چې تسلیم شي؛ خو کله چې د دغو دوو کورنیو د غړو له خوا د طالبانو دا غوښتنه رد شوه، طالبانو دا برید ترسره کړ.

طالبان په دې اړه څه وایي؟

د دغه برید پروړاندې له توندو او ګڼو غبرګونونو وروسته طالبانو له یوې ورځې چوپتیا سره نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو دا پېښه د «بلواګرو د ځپلو» په توګه یاده کړې او د دغه برید قربانیان یې «بلواګر» بللي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ټول وژل شوي کسان وسله‌وال وو او د «بلوا هڅه» یې کوله.

طالبان په دې برید کې د ماشومانو وژل کېدل ردوي او وایي چې د هغوی د ځواکونو او د دې برید د وژل شویو ترمنځ په نښته کې یوه ښځه ټپي او یو طالب هم وژل شوی او دوه نور یې ټپیان شوي دي.

طالبان په داسې حال کې په دې برید کې د ماشومانو وژل کېدل ردوي چې د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف تایید کړې چې په دې برید کې څلور ماشومان وژل شوي دي.

یونیسف دغه برید «زړه‌بوږنونکی» ګڼلی او وایي، چې له دغې پېښې «سخت خواشیني» شوي دي.

خو د قربانیانو د کورنیو غړي په دې برید کې د درېیو ماشومانو وژل کېدل تاییدوي.

د دې پېښې د قربانیانو انځورونه چې رسنیو ته لېږل شوي دي، ښيي چې په وژل شویو کې ماشومان هم شته دي.

په دې منځ کې د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکي چې د «هاشم خان او محمد داد جعفري» کورنۍ له نږدې پېژني، وایي چې د دغو دوو کورنیو غړو د غریب حسین په نوم د یوه کس له زامنو سره د ځمکې دعوه لرله او د دښمنۍ له وېرې یې له ځان سره وسلې ګرځولې؛ خو له مقاومت جبهې سره یې هېڅ ډول اړیکه نه لرله.

هغوی زیاتوي، د غریب حسین زامن له طالبانو سره اړیکه لري او طالبانو ته یې راپور ورکړی، چې د هاشم خان او محمد داد جعفري د کورنۍ غړي له مقاومت جبهې سره اړیکه لري او د طالبانو پروړاندې د وسله‌وال مقاومت د رامنځته کولو په لټه دي.

اخوا سرچینې تاییدوي چې طالبانو په ګڼو مواردو کې د ملکیانو پر وژلو لاس پورې کړی دی او وروسته یې قربانیان «بلواګر» او په ځینو حالاتو کې د داعش ډلې غړي اعلان کړي دي.