افغانستان

طالبانو په لوګر کې ۱۲ تنه د خلکو په وړاندې په دُرو ووهل

په لوګر کې د طالبانو د استیناف محکمې دوولس تنه په بېلابېلو جرمونو د خلکو په مخکې په دُرو ووهل.

په لوګر کې طالبانو د والي ویاند عُمر منصور وايي چې دوولس تنه د نامشروع اړیکو، لواطت او غلا په جرم د دې ولایت د مرکز پل علم په سپورتي لوبغالي کې د خلکو په مخکې په مترکو ووهل شول.

یوه سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي آمو ټلویزیون ته وویل چې له دغو تورنو څخه نهه تنه یې نارینه وو او درې ښځې وې چې د نامشروع اړیکو د لرلو په جرم په دُرو ووهل شول.

د هغه په وینا، تر ټولو لوړه سزا ۳۹ دُرې وه او تر ټولو ټیټه یې ۲۱ دُرې چې طالبانو پر یوولسو تنو عملي کړه.

د لوګر ولایت یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم يې په راپور کې واخیستل شي، وايي، خبریالانو ته د دې پېښې د خبري پوښښ اجازه نه ده ورکړل شوې او له دې بهیره د انځورونو اخیستو په جرم څو تنه ونیول شول.

د هغو مالوماتو له مخې چې د طالبانو ویاند خپاره کړي، د طالبانو مشر له دې مخکې ددغې ډلې له یو شمېر قاضیانو سره په کتنه کې ویلي چې د «غلو، سړي تښتوونکو او فتنه ګرو» دوسیې دې په دقیق ډول وڅېړل شي او په هغو موردونو کې چې شرعي شرایط بشپړ شوي وي، «حدود او قصاص» عملي شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملاهبت الله له قوله پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «هغه دوسیې چې پکې د حد او قصاص ټول شرایط بشپړ شوي وي، تاسو مکلف یاست چې په هغې کې حدود او قصاص عملي کړئ.»

ښاغلي مجاهد همداراز د طالبانو د مشر له قوله لیکلي: «له دې امله چې دا حکم د شریعت او زما امر دی نو واجب دی.»

د طالبانو محکمې دوې ورځې مخکې د لومړي ځل لپاره، په تخار کې هم پر نولسو تنو شرعي حدود عملي کړل. طالبانو اعلان کړی و چې په دغو کسانو کې نهه ښځې هم وې چې ۳۹ متروکې وهل شوي او شریعت پر تطبیق شوی دی.