افغانستان سوداګري

نړیوال بانک: خوراکي نه خوندیتوب په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت منفي اغېز کړی

نړیوال بانک په تازه نظر پوښتنه کې موندلې چې پراخ محرومیتونه او د خوړو نه خوندیتوب، د افغانانو د ژوندانه پر وضعیت منفي اغېز کړی او ښځې او نجونې له دې پلوه ډېرې زیانمنې دي.

ددې نظر پوښتنې په پایله کې راغلي چې په افغانستان کې د کورنیو لپاره د ژوندانه وضعیت لا هم ستونزمن دی؛ ځکه له درېیو دوې برخې کورنۍ په سختۍ سره خواړه او د اړتیا وړ توکي برابروي.

نړیوال بانک ټینګار کړی چې په دې هېواد کې پراخ محرومیت دوام لري او د خوراکي نه خوندیتوب کچه همداراز په زیاتېدو ده چې د افغانستان د خلکو پر اقتصاد او سوکالۍ یې منفي اغېز کړی دی.

له بلې خوا، د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د دفتر رییسې ملیندا ګود په دې اړه وویل: «دا چې د افغانستان ډېری کورنۍ لا هم له لویو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او زده کړو ته لاسرسی په تېره بیا د نجونو لپاره سخت محدود دی، سخت اندېښمنی دی. د طالبانو سرپرسته اداره باید په چټکه توګه د خوراکي خوندیتوب، سوکالۍ او روغتیايي خدماتو د ښه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.»

هغه زیاته کړې چې باید داسې زمینه برابره شي ترڅو خصوصي برخه خلکو په تېره بیا هغو ځوانانو ته چې د کار په لټه کې دي د کار په موندل کې مهم رول ولوبوي؛ پرته له هغې به د افغانستان د خلکو په تېره بیا ښځو او نجونو ژوند له جدي خطر سره مخ شي.

د نړیوال بانک د راپور په بله برخه کې د زده کړو وضعیت ته اشاره شوې او پکې راغلي چې په کلیوالو سیمو کې د هلکانو لپاره په منځنیو ښوونځیو کې نوملیکنه کمه ښکاري او په ښاري سیمو کې هم دا کچه پیکه شوې؛ ځکه لویو هلکانو د خپلو کورنیو لپاره د ډوډۍ پيدا کولو لپاره ښوونځي پرېښي دي.

له بلې خوا، په منځنیو ښوونځیو کې په تېره بیا په ښاري سیمو کې د نجونو حضور له ۴۴ او ۵۰ سلنې، ۱۲ سلنې ته په اوړي کې راکم شوی دی.

یو شمېر زده کوونکي وایي چې د ښوونې او روزنې په بهیر کې محرومیت، ښځې له رواني ستونزو سره مخ کړې دي.

د نهم ټولګي زده کوونکې سحر وايي: «موږ په یو نیم کال کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوو او له درسونو پاتې شوو، دې کار موږ له ډېرو ستونزو سره مخ کړې یو. د ښوونځیو تړل کېدو زموږ پر روحیې بده اغېزه کړې ده.»

نړیوال بانک په خپله نظرپوښتنه کې موندلې چې په افغانستان کې له درېیو دوې برخې کورنۍ د خپلو خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو د برابرولو لپاره له ننګونو سره مخ دي او په راتلونکي ژمي کې به اقتصادي ننګونې زیاتې شي.

د سروې ۶۵ سلنه ځواب ورکوونکي په دې باور دي چې په راتلونکو دوولسو میاشتو کې به یې د کورنیو اقتصادي وضعیت لاخراب شي.

ددغې نظرسنجۍ له مخې، ډېری ځوان نارینه (له ۱۴ تر ۱۸کلنۍ) او د لوړ عمر لرونکي (له ۵۵ تر ۶۵ کلنۍ) د کار په لټه کې دي؛ خو کار نه شي پیدا کولای او دا چاره په افغانستان کې د وزګارۍ او بې وزلۍ لامل شوې ده.

له دې سره په یو وخت د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې د بهرنیو مرستو کمښت د خلکو په اقتصادي وضعیت کې اساسي رول لرلی دی.

د سیاسي چارو کارپوه آذرخش حافظي وویل: «موږ د ناورین په لور ځو او ستونزې بې اندازه زیاتې دي. خلک د خپل بدن غړي پلوري او ماشومان یې لیلاموي او دا د حکومت (طالبانو ادارې) او نړیوالې ټولنې پر ټنډه د ننګ داغ دی.»

له دې مخکې، نړیوال بانک رپوټ ورکړی و چې په روان میلادي کال کې به په افغانستان کې ناخالص تولید کم شي او دا هېواد به له ۳۰ تر ۳۵ سلنې منفي وده تجربه کړي.