افغانستان

د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرو بې پایلې پای ته رسېدو په وړاندې د ډنډ پټان د اوسېدونکو اعتراض

د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د دواړو لوریو ترمنځ ستونزو د اواري لپاره د افغان او پاکستاني پلاویو خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې او ددې ولایت د اوسېدونکو اعتراض یې راوپاراوه.

دوشنبې د لړم په دېرشمه، د طالبانو د دفاع وزارت د مرستیال ملافاضل آخوند په مشرۍ پلاوی د دواړو لوریو ترمنځ نښتو د درېدو په موخه له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره، د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته تللی دی.

د پکتیا ولایت له ډنډ پټان ولسوالۍ څخه خبرې سرچینې آمو ته وایي چې تېره ورځ ددې ولایت د «خرلاسي دروازې» ته نږدې د طالبانو او پاکستاني پلاويو ترمنځ خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې.

دغه سرچینه زیاتوي: «طالبان پولې ته نږدې سړک جوړوي. له کرښې هغې غاړې خلک وايي چې دا زموږ ځمکې دي او باید طالبان هلته سړک جوړ نه کړي. خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې او که طالبان بیا پر دغه لاره کار پیل کړي، جګړه کېږي. دواړه د جګړې لپاره تیاری لري او طالبانو سیمې ته نوي پوځیان او وسلې لېږلې دي.»

د طالبانو د منصوري قول اردو ویاند جنت یار کوچي په دې اړه د آمو خبریال ته وویل: «په ډنډ پټان ولسوالۍ کې جګړه درېدلې او له کرښې د ناروغانو د تګ راتګ زمینه برابره شوې ده.»

دا په داسې حال کې دي چې پينځه ورځې مخکې د خرلاسي دروازې ته نږدې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه پيل شوه چې په دغو نښتو کې یو تن مړ او اوه ملکي کسان ټپیان شول.

له هغې وروسته، د پکتیا لسګونه اوسېدونکو په یوه اعتراضي غونډه کې ددې ولایت پر بېلابېلو برخو کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو د درېدو غوښتنه وکړه.

دوی د «مرګ پر پاکستان» شعارونو په ورکولو له دغه هېواده وغوښتل چې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې جګړه ودروي.

له بلې خوا، د پاکستان د کورمې ایجنسۍ سیمې امنیتي مسوولینو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د بریدونو له امله، یو پاکستانی پوځي وژل شوی او اته پوځیان او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

په سپین بولدک دروازه کې هم اوه ورځې مخکې یوه برید کوونکي پر پاکستاني پوځیانو ډزې وکړې چې له امله یې یو پاکستاني پوځي ووژل شو دا لاره د خلکو پرمخ وتړل شوه؛ خو د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ له تفاهم وروسته، دا لاره د دوشنبې په سهار بېرته پرانیستل شوه.