د نومبر ۲۱مه د ټلویزیون له نړېوالې ورځې سره برابره ده. د شمېرو له مخې د طالبانو ادارې له واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې د کابو ۵۰ تصویري رسنیو فعالیت درېدلی دی.
دا ورځ په ۱۹۹۶ میلادي کال کې د ملګروملتونو سازمان له خوا نومول شوې ده.
ټلویزيون له هغو رسنیو څخه ده چې په افغانانو کې له ارزښته برخمنه ده او په تېرو دوو لسیزو کې یې د ټولنې د عامه پوهاوي، ويښتیا او ذهنیتونو د روښانه کولو په برخه کې مهم رول لرلی دی.
لومړنۍ ټلوېزیوني خپرونې کابو ۴۴ کاله مخکې، په رسمي توګه په افغانستان کې پيل شوې او په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې رسنیو د پام وړ وده کړې ده.
د ټلویزیون نړیواله ورځ هر کال په افغانستان کې لمانځل کېده؛ خو سږ کال دا ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې په هېواد کې تصویري رسنۍ له ګڼو ناخوالو سره مخ دي او یو شمېر یې په بېلابېلو لاملونو خپل فعالیت او نشرات درولي دي.
ددې ترڅنګ، یو شمېر تصویري رسنۍ چې همدا اوس هم فعالیت لري، له ګڼو اقتصادي او مالي ستونزو او همداراز ډېرو محدودیتونو سره مخ دي.
په افغانستان کې د ټلویزیونونو یو شمېر کارکوونکي وايي چې ټولې رسنۍ د ټولنې په ویښتیا او واقعیتونو په څرګندولو کې اغېزناک رول لري؛ خو ټلویزیون بیا د نورو رسنیو په منځ کې ځانګړی ځای لري.
د تصویري رسنیو یو کارکوونکی او خبریال محسن کریمي وايي: «زموږ او ستاسو په هېواد کې، له بدلون وروسته چې راغلی، د ټلویزیونونو له اغېزناک رول او ګټور فعالیت سره سره، د ډېری ټلویزیونونو دروازې تړل شوې دي. هیله من یم، د هغو ټلویزیونونو دروازې چې تړلې دي بېرته پرانیستل شي.»
د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو د یو شمېر ټلویزیونونو د تړل کېدو ترڅنګ، یو شمېر ښځینه خبریالانې چې په ټلویزیونونو کې یې فعالیت درلود هم وزګارې شوې دي.
یلدا جهانګیر افغان چې د مخکیني حکومت پرمهال یې درې کاله په یوه ټلویزیون کې د خبریالې په توګه کار کړی وایي: «د نوی حکومت (ادارې) په رامنځته کېدو سره یې دنده له لاسه ورکړې او په ټلویزیونونو کې د ښځینه خبریالانو فعالیت ډېر کم شوی دی.»
نوموړې زیاتوي: «په وروستیو بدلونونو سره نه یوازې مېرمنو خپل کار له لاسه ورکړی؛ بلکې ټول هغه پرمختګونه او ظرفیتونه چې په تېرو شلو کلونو کې رسنیو ترلاسه کړي وو، ترې واخیستل شول او هغه مېرمنې چې غوښتل یې د خلکو غږ بورته کړي، غږ یې بند شو.»
له بلې خوا، د چارو کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو ادارې په رامنځته کېدو، د رسنیو فعالیتونو جدي محدودیتونه لګول شوي دي.
د پوهنتون استاد، بصیر احمد دانش یار وایي: «د رسنیو کورنۍ په تېرو شلو کلونو کې د پام وړ فعالیت او پرمختګ لرلی چې اوس دغو حکمونو ته پام نه کېږي.»
نوموړی ټینګار کوي چې د طالبانو اداره باید د بیان آزادۍ او د رسنیو او خبریالانو آزادانه فعالیت ته درناوی وشي ترڅو رسنۍ خپل اصلي ځای ته ورسېږي او خلک هم د بیان او عمل آزادي په خپلو سترګو وویني.
طالبان: ټلویزیون د دولت او ولس ترمنځ ارتباطي پل دی
طالبانو د ټلویزیون د نړیوالې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سلاکار او ویاند عبدالمتین قانع له قوله د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ټلویزیون یوه مهمه رسنۍ ده چې د واقعیتونو د انعکاس، پوهاوي او اطلاع رسونې په برخه کې مهم او اساسي رول لري او دا رسنۍ د دولت او ملت ترمنځ د ارتباطي پل په توګه دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ګټورې الې په توګه د اطلاع رسونې او د نړۍ د رسنیو په نوي نظم کې اساسي رول ولري او تر ټولو زیات مخاطبینو لروونکې رسنۍ ده چې د نړۍ په کچه خپل ځای وساتي. په اوسني وخت کې په هېواد کې ۳۱۷ کورنۍ او ۱۴ بهرنۍ رسنۍ فعالیت لري او له دوه سوه بېلابېلو رسنیو څخه څه د پاسه ۷۰۰ بهرني خبریالان افغانستان ته راغلي ترڅو واقعیتونه منعکس کړي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ادعا کړې چې اقتصادي ستونزې یوازینۍ ننګونې دي چې له امله یې د دوی د سقوط لامل شوې.
په افغانستان کې د رسنیو وضعیت ناهیلې کوونکې شمېرې
دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رامنځته کېدو، د کابو ۵۰ سلنه تصویري رسنیو فعالیت درېدلی دی.
د جمهوریت پرمهال په افغانستان کې ۱۵۰ ټلویزیونونو فعالیت درلود او اوس یوازې ۷۸ ټلویزیونونه په هېواد کې خپرونې لري.
له بلې خوا، د شمېرو له مخې، د هېواد په اوولسو ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریاله فعالیت نه لري؛ په داسې حال کې چې په ۱۶ نورو ولایتونو کې هم د ښځینه خبریالانو شمېر ډېر کم شوی دی.
ددې ترڅنګ، د بې پولې خبریالانو سازمان د روان کال د زمري په نهمه نېټه په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو په یوه کلنه واکمنۍ، افغانستان ۳۹،۵۹ سلنه رسنۍ او ۵۹،۸۷ سلنه خبریالان په تېره بیا ښځينه خبریالانې له لاسه ورکړې دي.
په دې راپور کې راغلي چې افغانستان د تېر کال د اګست له ۱۵مې مخکې، ۵۴۷ رسنۍ لرلې چې په تېر یوه کال کې ۲۱۹ رسنۍ تړل شوې او له ۱۱ زره او ۸۵۷ خبریالانو څخه ۷۶ سلنه یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
د دې راپور پر بنسټ، د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې، دوه زره او ۷۵۶ خبریالان او رسنیو کارکوونکي په کار بوخت وو؛ خو اوس یوازې ۶۵۶ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي کار کوي.