افغانستان ښځې

بغلان کې له ښوونځي پاتې نجونې د خیاطۍ کارخونې ته ځي

آغا خان بنسټ په پلخمري ښار کې له ښوونځي بې برخې شویو یو شمېر نجونو ته د خیاطۍ په برخه کې د روزنې زمینه برابره کړې ده.

په بغلان ولایت کې د ۵۰۰ ښځو او نارینه وو لپاره، د خیاطۍ د زده کړې شپږ میاشتنۍ دوره پیل شوه. دا روزنیز پروګرام د آغا خان بنسټ له خوا، د خوړو د نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پی) په مالي ملاتړ ترسره شوی دی.

په بغلان کې د آغا خان دفتر مسوولین وایي چې له ۵۰۰ ښځو او نارینه وو څخه چې د شپږو میاشتو لپاره په مسلکي برخو کې زده کړه کوي، ۴۲۷ مېرمنو د خیاطۍ، ګلدوزۍ او چرمو ګنډلو او ۷۳ نارینه وو د موټرسایکلونو د ترمیم په برخه کې زده کړه کوي.

په بغلان کې د آغا خان بنسټ استازی محمد طاهر سلطاني وايي: «په دې شپږ میاشتني روزنیز مرکز کې مو د هغو کسانو لپاره کاري زمینه برابره کړې چې وزګار او اړمن دي او موږ هڅه کوو چې په نږدې راتلونکي کې دا ډول پروګرامونه لازیات کړو.»

یو شمېر نجونې چې په دې روزنیز پروګرام کې شاملې دي، د ښوونځیو زده کوونکې وې چې د ښوونځیو د تړل کېدو له امله، اوس له زده کړو بې برخې دي او دا ډول روزنیز پروګرام د کاري فرصتونو لپاهر ګټور بولي.

خاطره، هغه نجلۍ ده چې د ښوونځیو تړل کېدو یې راتلونکي ته هیلې کمې کړې دي، هغه وايي: «څه د پاسه یو نیم کال کېږي چې ښوونځي ته نه یم تللې او په دې موده کې په کور کې له زرګونو هیلو سره د ښوونځیو د پرانیستو په تمه وم. په دې موده کې د ځان لپاره دکاري فرصت د موندلو په لټه کې وم چې دا مرکز جوړ شو او دلته راغلم او کار مې پیل کړ؛ البته دلته مسلک زده کولای شم او په راتلونکي له دې لارې د کورنۍ یوه برخه اقتصادي ستونزې حل کولای شم او لږترلږه د ځان او کورنۍ لپاره یو کار کوم.»

نوموړی زیاتوي: «دا روزنیز مرکز ډېر ښه دی نه یوازې زما، بلکې د نورو نجونو لپاره، ځکه په دې روزنیز مرکز کې موږ بېلابېل مسلکونه زده کوو.»

څه د پاسه یو نیم کال کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي تړلي دي او په دې موده کې نجونو زده کوونکو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د ښوونځیو دروازې ددوی پرمخ پرانیزي.

فاطمه، یوه بله نجلۍ ده چې خاطرې ته ورته برخلیک لري وایي: «موږ د (طالبانو) له امارته غواړو چې له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي، ترڅو وکولای شو د علم په زده کړې د خپل هېواد د برخلیک په بدلون کې رول ولوبوو.»

له بلې خوا، یو شمېر اړمنې مېرمنې چې په دې پروګرام کې شاملې دي وايي، له دغو زده کړو په ګټې اخیستو به د ځان او کورنیو اړتیاوې تر یوه بریده پوره کړي.

یوه بله مېرمن صابره وایي: «ډېر وخت کېده چې وزګاره وم او د کار په لټه کې وم، ددې وضعیت په خاطر زموږ وضعیت ښه نه و. اوس د خیاطۍ په زده کړه بوخته یم ترڅو په راتلونکي کې وکولای شم د کورنۍ یوه برخه ستونزې حل کړم.»

دغه روزنیز مرکز د ډبلیو اف پي په مرسته د آغا بنسټ له خوا د اړمنو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او له ښوونځیو بې برخې شویو نجونو لپاره د کاري زمینې برابرولو په موخه عملي شوی دی.

دا په داسې حال کې دي چې د جمهوریت له سقوط او د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې زیات شمېر مېرمنې په تېره په بغلان ولایت کې خپل کارونه له لاسه ورکړي او له شپږم ټولګي پورته نجونې هم ښوونځیو ته له تلو بې برخې دي؛ خو د یو نیم کال په تېرېدو، یو شمېر کورني او بهرني بنسټونه هڅه کوي د مېرمنو لپاره د کار زمینه برابره کړي.