افغانستان

مسکو ته د احمد مسعود سفر

عکس له آرشیف څخه

احمد مسعود ته نږدې سرچینو آمو ته وویل چې هغه د تېرې اونۍ پر سه‌شنبې ورځ د روسیې دولت له چارواکو سره د لیدنې لپاره دغه هېواد ته سفر کړی دی.

دغه سرچینې آمو ته وایي چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو ډیپلوماتانو په وروستیو میاشتو کې تاجکستان ته سفرونه کړي دي. د دغو سرچینو په وینا د دې سفرونو موخه د افغانستان په اړه خبرې‌اترې او د مقاومت جبهې له مشرتابه سره لیدنه وه.

دغه سرچینې همداراز تېره یوه میاشت کې تاجکستان ته د افغانستان لپاره د قطر د ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني د سفر خبر ورکوي. د دغو سرچینو په وینا د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي ماجد القحطاني تر اوسه دوه ځله تاجکستان ته تللی او په یوه سفر کې د امریکا استازو هم ګډون ورسره وکړی دی.

په همدې حال کې سرچینې په تاجکستان کې د احمد مسعود او د هند او ایران د استازو ترمنځ له خبرواترو خبر ورکوي او وایي، چې د ایران او هند له استازو سره لیدنه په جلا ډول ترسره شوې او د خبرواترو له لارې د افغانستان د کړکېچ پر پایته رسولو ټینګار شوی دی.

په همدې حال کې احمد مسعود ته یوې نږدې سرچینې د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل، چې د سیمې هېوادونو له احمد مسعود سره په لیدنه کې افغانستان کې د «نوي حکومت» د جوړولو لپاره د سیمه‌ییزو خبرواترو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.

دغه سرچینې وایي، چې د (هند او ایران) استازو ویلي چې طالبانو تر اوسه په افغانستان کې د یوه «نوي حکومت» د جوړولو لپاره د شاوخوا هېوادونو د سیمه‌ییزو مذاکراتو غوښتنه نه ده منلې.

سرچینو ویلي، چې د سیمه‌ییزو حساسیتونو له امله تاجکستان ته د هېوادونو د چارواکو سفر او له احمد مسعود سره یې لیدنې نه دي رسنیزې شوې.

سرچینې زیاتوي، د هغو هېوادونو چارواکي چې تاجکستان ته یې سفر کړی او له احمد مسعود سره یې خبرې‌اترې لرلې دي، غوښتنه یې کړې چې د لیدنې او خبرو موضوع یې دې نه خپرېږی.

په همدې حال کې په مقاومت جبهه کې ځینې سرچینې وایي، چې د پاکستان، ازبکستان، ترکیې او اذربایجان هېوادونو چارواکو ټینګار کړی چې طالبان به «بدلون» وکړي او باید وخت ورکړل شي.

د ویلو ده، چې تېره اونۍ د افغانستان په تړاو د مسکو ناسته د مرکزي اسیا د هېوادونو، روسیې، چین، ایران، پاکستان او د هند د استازو په حضور ترسره شوه او حاضرینو په افغانستان د یوه «ټولګډونه حکومت» پر جوړولو ټینګار وکړ. د روسیې دولت په دې ناسته کې طالبانو ته د ګډون بلنه ورنه‌کړه.

تر یوې میاشتې په زیاته موده کې د روسیې، تاجکستان، ازبکستان او ایران چارواکو څو ځله افغانستان کې د ناامنۍ له زیاتوالي او د ترهګریزو ډلو له حضور څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.

تېر یوه کال کې احمد مسعود د سیمې هېوادونو ته زیات سفرونه لرلي دي. خو د دغې جبهې مشرتابه چې په تاجکستان کې دي، نه غواړي د ښاغلي مسعود د لیدنو او سفرونو په اړه رسنیو ته نور کره معلومات ورکړي.

د مقاومت جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي په دې اړه د آمو پوښتنو ته ځواب ورنه‌کړ.

وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، احمد مسعود پنجشېر ته ولاړ او د طالبانو پرضد یې د مقاومت جبهه اعلان کړه. تېر یوه کال کې د مقاومت جبهې ځواکونو په پنجشېر، اندراب، نهرین د بغلان په خوست کې او همداراز د تخار او بدخشان په ځینو برخو او د افغانستان د شمال په یو شمېر سیمو کې له طالبانو سره سختې نښتې کړې دي.