افغانستان ورزش

د قطر د ۲۰۲۲ نړیوال جام سیالیو پیلېدل

بالاخره د قطر په کوربتوب د فیفا لوړ لګښته نړیوال جام د پیلېدو لپاره انتظار پای ته ورسېد او ټاکل شوې ددې جام لومړۍ لوبه نن د قطر او اکوادر د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کلونه او میاشتې تېرې شوې او اوس د فوټبال د تر ټولو ځانګړي نړیوال جام پيلېدو ته یوازې څو ساعته پاتې دي. دا لوبې چې په قطر کې یې له ترسره کېدو سره مخالفتونه موجود وو بالاخره نن د دغه هېواد او اکوادر د فوټبال لوبډلو ترمنځ پيل شوې.

ددغو لوبو بېلابېلې څنډې

ددغو لوبو د ترسره کېدو لپاره د قطر کوربتوب له هماغه پیله چې ټاکل شوې دوه ویشتم جام د تېرو دورو په پرتله په توپیر ترسره شي. له بشري حقونو سرغړونه، ټولنیز محدودیتونه، د کارګرانو وضعیت، د الکول څښاکو مخنیوی او د همجنس پالانو په وړاندې توپیري چلند هغه څنډې دي چې په دې ورځو کې په لوېدیځو رسنیو کې په پراخه توګه انعکاس مومي.

د قطر دولت په یوه اطلاعیه کې اعلان کړی چې د لمانځه په پینځو وختونو کې، د ښار په عمومي فضا کې د نړیوال جام ټولې موسیقۍ بندېږي ترڅو لمونځ کوونکي خپل لمونځونه وکړي.

له دې مخکې هم قطر اعلان کړی و چې د نړیوال جام په کوربه سپورتي لوبغالیو کې له همجنس پالانو او د الکولي څښاکو ملاتړي ټول شعارونه منع دي.

له دې مخکې د قطر په  اتو ورزشي لوبغالیو کې د الکولي څښاکو د پلور د مخنیوي په اړه نه تایید شوي راپورنه خپاره شوي وو، خو فیفا په ټویټر کې د بیانیې په خپرولو سره په رسمي توګه دا خبر اعلان کړ.

فیفا په دې بیانیه کې ویلي چې د کوربه هېواد له چارواکو سره له خبرو وروسته دا پرېکړه وشوه چې الکولي څښاک یوازې له لوبغالیو بهر په محدودو او ځانګړو مرکزونو کې وپلورل شي.

له بلې خوا، فیفا په دې موده کې خپلې ټولې هڅې کړې له خپلې هغې پرېکړې چې دې هېواد ته د کوربتوب لپاره یې کړې دفاع وکړي او آن څو ورځې مخکې یې په دغو سیالیو کې ګډون کوونکو ۳۲ لوبډلو فډراسیونونو ته لیک لېږلی او له هغوی یې غوښتي چې یوازې د فوټبال اړوند مسایلو په اړه نظر څرګند کړي او قطر تر فشار لاندې رانه ولي.

د قطر له خوا د فیفا رییس جاني اینفانتینو، دقطر له خوا د لګول شوي ممنوعیت او په نړیوال جام کې د الکولي څښاکو د مخنیوي په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: «که په نړیوال جام کې ستاسو لویه ستونزه دا ده، نو زه به ژر استعفا وکړم او د استراحت لپاره ساحل ته ځم. هره پرېکړه چې په دغو لوبو کې کېږي په اصل کې د فیفا او قطر ګډه پرېکړه ده. که په ورځ کې د درېيو ساعتونو لپاره الکول مصرف نه کړئ، څه ستونزه نه رامنځته کېږي!» هغه زیاته کړې: «په اسپانیا، فرانسه او سکاټلند کې هم ورته قوانین شته. ځکه دا یو مسلمان هېواد دی، دا موضوع دومره لویه ده؟ موږ به هڅه وکړو چې شرایط په ښه توګه بدل کړو.»

د فوټبال نړیوال فډراسیون همداراز په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې ددې فډراسیون له مسوولینو او قطري چارواکو سره له خبرو وروسته، له ورزشي لوبغالیو د اب جو د پلور غرفې راټولېږي او د الکولي څښاکو پلور به په اجازه لروونکو ځایونو کې وي.

که څه هم قطر یو محافظه کاره عربي هېواد دی خو ددې هېواد په هوټلونو کې د الکولو پلورل جواز لري.

قطر په داسې حال کې د فوټبال د نړیوال جام په لوبغالیو کې د آبجو د پلور د مخنیوي لپاره ناڅاپي تصمیم نیولی چې دا هېواد د ۲۰۲۲ نړیوال جام د کوربتوب لپاره د خپل وړاندیز د وړاندې کولو پرمهال په لوبغالیو کې د الکولي څښاکو د پلور لپاره د فیفا له الزاماتو سره موافقه کړې وه.

۲۰۲۲ جام، ځانګړی نړیوال جام

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د نومبر په شلمه نېټه په قطر کې پيلېږي او د دسمبر تر ۱۸مې به روانې وي.

د قطر د نړیوال جام یوه بله ځانګړنه دا ده چې ۲۲ جام ښایي د لوکامودریچ، کریم بنزما، لواندوفسکي او رونالدو او مسي په  شان د نړۍ د څو نامنو او مشهورو لوبغاړو لپاره وروستی نړیوال جام وي.

په دې لړ کې، کریستیانو رونالډو او لیونل مسي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د فوټبال نړۍ د خبرونو په سر کې و، هېڅ یو نه دی بریالی شو چې ددغو لوبو جام ترلاسه کړي. په دې توګه نړیوال جام د نړیوال فوټبال د دغو دوو ستورو د ویاړونو د کلکسیون د بشپړولو لپاره وروستی چانس دی.

له دې سره په یو وخت په قطر کې د نړیوال جام د لومړۍ لوبې په درشل کې، د هغې بیانیې پراساس چې د یوې څارونکې ډلې له خوا یې راپور ورکړ شوی، د القاعدې سیمه ییزې څانګې د نړۍ له ټولو مسلمانانو غوښتي چې په قطر کې د فوټبال له نړیوال جام څخه له ملاتړ او پکې له ګډونه ډډه وکړي.

ددې ډلې په بیانیه کې چې شنبې د نومبر په نولسمه یعنې له لومړۍ لوبې یوه ورځ مخکې د SITE استخباراتي ډلې لخوا خپره شوې ده: «موږ خپلو مسلمانو وروڼو ته خبرداری ورکوو چې دا پېښه تعقیب او پکې ګډون ونه کړي.»

د بیانیې په دوام کې پر قطر د «عربي ټاپو ته د بد اخلاقه کسانو د راوستو، همجنسګرو، مفسدو او بې دینه کسانو پر راوستو» نیوکه شوې او پکې راغلي چې دا پېښه «د مسلمانو هېوادونو له اشغال او د دوی له ظلمونو» د پام بل لوري ته اړولو لامل کېږي.

د قطر په کوربتوب د ۲۲۰ میلیارد ډالرو په لګښت د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام د فیفا په تاریخ کې ترټولو لوړ لګښت لروونکی جام بلل شوی دی.

قطر د نړیوال جام لوبو د کوربتوب لپاره د لوبغالیو او لویو هوټلونو د جوړولو لپاره نه خوندي شوي طریقې د دې لامل شوې چې لسګونه زره آسیايي او افریقايي کارګران ددې هېواد د اوړي په سختو شرایطو کې زیانمن او له منځه ولاړ شي چې دا مسله له ۲۰۱۶ کال راهیسې په نړیوال سازمان کې له ګڼو نیوکو سره مخ دی.

که څه هم د نړیوال جام لپاره د وژل شویو کارګرانو د شمېر رسمي شمېرې نه دي ورکړل شوې، خو ځینې سرچینې په دې هېواد کې د څه د پاسه شپږ زره تنو د وژل کېدو خبر ورکړی چې ځینې کسان دا شمېر ناسم بولي.

په داسې حال کې چې قطر درې میلیونه وګړي لرونکی کوچنی هېواد دی چې ډېری کارګران یې بهرنیان دي.

دغه هېواد د نړیوال جام د امنیت خوندیتوب لپاره څه د پاسه ۵۰ زره کسان روزلي چې بهرني ځواکونه هم د امنیت په برخه کې فعالیت لري. د ۲۰۲۲ نړیوال جام د کوربتوب لپاره پنځه هېوادونه نوماند شوي وو او په وروستي پړاو کې د امریکا او قطر ترمنځ راي ګیري ترسره شوه چې بالاخره قطر دغو لوبو د کوربتوب لپاره غوره شو.

د ۲۰۱۰ کال د دسمبر دوهمه وه چې د هغه د فیفا رییس سپ بلاتر اعلان وکړ، قطر د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام د کوربتوب او ترسره کولو ویاړ ترلاسه کړی دی.