افغانستان فرهنګ او هنر

فرهنګیان: د بې غورۍ له امله د لغمان کلتوري ځایونه د نړېدو په حال کې دي

د لغمان فرهنګیان په دې ولایت کې د فرهنګي ځایونو د تخریب په اړه اندېښنه لري او وایي که طالبان ورته پام و نه کړي ښايي ډېری فرهنګي ځایونه ویجاړ شي.

فرهنګیان د تاریخي ځایونو او آبدو د ساتنې ترڅنګ د هغو ځایونو د رغیدو غوښتنه کوي، چې اوسمهال د تخریب له ګواښ سره مخ دي.

په لغمان کې لیکوال او شاعر بشیر سیال وایي، په الینګار ولسوالۍ کې د عقل تمام کلا، نور لام زيارت او شاهي څلی او دغه راز په قرغیو کې ميرک غونډۍ او قلعه چهاربرجه او په الینګار کې کرنجاوې کلا هغه تاریخي ځایونه دي، چې لرغونې سيمې یادېږي او د تېرو جګړو پرمهال زیانمن شوي دي.

سیال وایي د یادو شویو ځایونو ودانۍ د نړېدو له ګواښ سره مخ دي او که پاملرنه ورته ونشي د وخت په تېرېدو سره به له منځه ولاړې شي.

هغه زیاتوي: «دلته ډېر زیات تاریخي ځایونه شته دي، په دې د سلو کلونو پخوانۍ ابدې او نور تاریخي ځایونه شته دي، د تېرو جګړو پرمهال یې زیان ډېر لیدلی او اوسمهال یې د تخریب وېره ده. عقل تمام تاریخي کلا د تخریب له ګواښ سره مخ ده طالبان دې دغې برخې ته پام وکړي او دا ځایونه دې ورغوي.»

فرهنګيان وایي، په دې ولایت کې بې شمېره تاریخي ځایونه شته، چې د مسوولینو د نه پاملرنې له امله له د نړېدو په حال کې دي.

لیکوال او شاعر جاوید مسرور بیا په دې برخه کې د مسوولینو اقدام او ورته پام اړینه بولي او وایي، که په لغمان کې د مهترلام بابا زیات، عقل تمامې کلا او نور تاریخي ځایونه بيا ورغول شي نو د نړۍ په کچه به سیلانیان خپل کړي.

هغه زیاتوي: «دا ولایت د تاریخي میراثونو له اړخه غني ولایت دی نو د دې فرهنګي میراثونو ژوندي ساتلو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته لازمه ده چې د دغه ځایونو ساتلو ترڅنګ دې په اصلي بڼه ورغوي او هم دې تاریخي ځایونو ساتلو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.»

بل لور ته د لغمان د اطلاعات وکلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمریت لپاره د طالبان آمر نادر مخور ډاډ ورکوي، چې ټول تاریخي ځایونه به په اصلي بڼه ورغول شي.

دی وایي په دې ولایت کې شاوخوا ۵۲ تاریخې ابدې او ځایونه شته دي او زیاتوي ټول هغه تاریخي ځایونه به ورغوي کوم چې د تخریب وېره یې ډېره ده.

مخور زیاتوي: «دلته په ټولیز ډول ۵۲ تاریخي ابدې او تاریخي ځایونه موجود دي، چې شپږ یې رغول شوي او په یوه یې کار روان دی؛ د نورو تاریخي ځایونو د رغېدو لپاره هم پلان لرو او ددې ترڅنګ د تاریخي ځایونو د ساتنې لپاره په داسې یو پلان کار کوو.»

 د یادونې ده، چې په افغانستان کې جګړې، طبيعي افتونه، خپل سرې کیندنې او لاسوهنې هغه څه یادېږي، چې د افغانستان لرغونې سيمې او ودانۍ یې له منځه وړي او د خلکو له سترګو یې پناه کړي.

فرهنګیان وایي، که اوسنی نظام په دې برخه کې پام ډېر نکړي ډېری تاریخي ځایونه به له منځه ولاړ شي، چې دا به فرهنګي برخې ته لوی زیان وي.

د عامو خلکو او لوستو ځوانانو وېره هم دا ده چې که په لنډ وخت کې دې لرغونو ځايونو او ودانيو ته پام و نه شي، د له منځه تللو برخو د رغېدو هیلې يې هم بې ساه کېدای شي.