افغانستان

طالبانو په بامیان کې یوه نجلۍ او هلک د نامشروع اړیکې لرلو په تور په دُرو ووهل

بامیان ښار کې سیمه‌ییزې سرچینې تاییدوي، چې د طالبانو د محکمې په امر د دغې ډلې کسانو نن سهار یوه نجلۍ او هلک د خلکو پروړاندې د نامشروع اړیکې لرلو په تور په متروکو وهلي دي.

د سرچینو په وینا دغه نجلۍ او هلک نږدې ۴۰ ورځې مخکې په بند امیر ملي پارک کې نیول شوي وو، چې د طالبانو د محکمې له حکم وروسته نن د لړم پر ۲۶ ماسپښين بامیان ښار کې شهمامه بودا ته مخامخ د «شهید مزاري» په نوم یوه لوبغالي کې په دُرو وهل شوي دي.

د سرچینو په وینا دغه دوه تنه د خلکو د سترګو پروړاندې هر یو ۲۹ دُرې وهل شوي دي.

ځایي سرچینو ویلي، چې دغه نجلۍ او هلک له کابل څخه بامیان ته د تفریح لپاره تللي وو.

طالبانو د خپلې پرېکړې له تطبیق مخکې د بامیان په بازار کې د دغې نجلۍ او هلک د دُرې وهلو په مراسمو کې د خلکو د ګډون لپاره عمومي اعلان کړی و.

طالبانو هېچا ته اجازه نه ده ورکړې، چې له دغې صحرایي محکمې انځور یا ویډیو واخلي.

بامیان کې د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او په دې هکله د هغوی پیغامونو ته ځواب نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې د طالبانو مشر کندهار کې له قاضیانو سره په یوه ناسته کې د «حد او قصاص» احکامو پر پلي کولو ټینګار کړی و.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده افغانستان کې قاضیانو ته امر کړی ترڅو په ځانګړو جرمونو کې د «حد او قصاص» احکام، چې ښایي د غړو پرې کول او سنګسار هم پکې شامل وي، صادر کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد یکشنبه د لړم پر ۲۲ یوه ټویټ کې ولیکل چې د طالبانو مشر له قاضیانو سره په ناسته کې د «غلو، سړي تښتوونکو او فتنه‌ګرو د دوسیو» په اړه پر «شرعي حد او قصاص» ټینګار کړی او ویلي یې دي: «د شریعت حکم زما امر دی چې واجب دی.»