افغانستان

په کابل کې د یوه جومات ملاامام ووژل شو

آمو ټلوېزیون ته خبرې سرچینې وایي چې ناپېژانده وسله والو په کابل ښار کې یو دیني عالم په ډزو سره وواژه.

دغه دیني عالم نجیب الله عزیزي نومېده او ناپېژانده وسله والو نوموړی نن سهار پنجشنبې د لړم په ۲۶مه کور ته د سهار له لمانځه د تلو پرمهال د کابل په کارته نو سیمه کې په ډزو سره وژلی دی.

ددغه دیني عالم کورنۍ د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي چې هغه له دېرشو کلونو راهیسې، د کابل ښار د کارته نو سیمې په ابوبکر صدیق جامع جومات کې و او له هېڅ ډلې سره یې تړاو نه درلود.

نوموړی د کاپيسا ولایت د مرکز علي خېلو کلي اصلي اوسېدونکی و او په کابل ښار کې اوسېده.

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وایي: «د حضرت ابوبکر صدیق جومات ملاامام قاري نجیب الله عزیزي نن سهار (پنجشنبې د لړم ۲۶مه) له جومات څخه د کور پر لاره د ناپېژانده وسله والو له برید سره مخ شوی دی.»

د هغه په وینا، په دې برید کې عزیزي او یو بل لمونځ کوونکی وژل شوی دی.

کابو څلور میاشتې مخکې، ناپېژانده وسله والو د نوموړي د ورور چې د کابل د کارته نو سیمې د ابوبکر صدیق جامع جومات موذن و، سر پرې کړی و.

تراوسه کوم کس یا ډلې، ددغو دوو دیني عالمانو د وژلو مسوولیت نه دی منلی.