افغانستان

سپین بولدک کې له وروستۍ نښتې د طالبانو خواشیني

انځور: رویټرز

د یکشنبې پر ورځ له غرمې مخکې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ له لنډمهالې نښتې وروسته دا دروازه د خلکو پرمخ وتړل شوه.

په سيمه کې د طالبانو د پوله ساتو سرتېرو يو مسوول قدرت الله وایي: «پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د پاکستان سرحدي ځواکونو پاکستان ته له تلونکو افغان مسافرو سره دوامداره ناسم چلند وکړ.»

نوموړی زیاتوي: «پېښه کې ځيني پاکستاني سرتيري وژل شوي دي، خو طالبانو ته زيان نه دی اوښتی.»

د کندهار د والي د ویاند عطاالله زید وایي، پېښه د ناسم پوهاوي له امله رامنځته شوې، چې کوم زیان نه لري.

له بلې خوا، د طالبانو ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو په سپین بولدک پوله کې د وروستۍ پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې او وایي، چې د پېښې د څېړلو لپاره یې یو لوړپوړی پلاوی ټاکلی ترڅو د نښتې عاملین پیدا کړي.

طالبانو په دې خبرپاڼه کې ویلي، چې ډزې د یوه نامعلوم کس له خوا شوې دي او په پایله کې یې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی دی.

ځینې سرچینې وایي چې په سپین بولدک کې د یکشنبې ورځې په نښته کې څلور پاکستاني پوله ساتي ځواکونه وژل شوي دي.

له نښتې وروسته پاکستان د چمن – سپین بولدک دروازه د مسافرو پر مخ وتړله، خو د دوشنبې پر ورځ ناوخته یې ياده دروازه دواړو غاړو ته د بند پاتې مسافرو پر مخ د دوو ساعتونو لپاره پرانیسته.

د سه‌شنبې ورځې پر سهار پاکستاني چارواکو وویل، چې د چمن – سپین بولدک دروازه به تر هغه تړلي وي، ترڅو طالبانو پر پاکستاني سرحدي ځواکونو بریدکوونکي، چې دوی یې طالب یادوي نه وی ورته سپارلی.

خو، د کندهار لپاره د طالبانو د والی دفتر ویلی، چې پاکستاني لوري په دې اړه له دوی سره خبرې نه دي کړې.

د سپين بولدک پر دروازه هره ورځ تر ۴۵ زره پوری مسافر او سوداګر تګ راتګ کوي.

د چمن – سپین بولدک دروازه ډېر کله د ورته ستونزو له امله تړل کیږي، چې زيات زيان يې پر دغه لار تلونکی سوداګر او افغان ناروغان ويني.

د کندهار، هلمند، زابل او ارزګان اوسېدونکي د چمن – سپین بولدک پر دروازه تر بلوچستان پورې د افغانستان د پېژندپاڼې په کارولو سره تګ راتګ کولای شي او برعکس د بلوچستان اوسېدونکي د پاکستان په پېژندپاڼو تر کندهار پورې راتلای شي.

د چمن – سپین بولدک پر دروازه هغه زرګونه کسان هم په ورځني ډول تګ راتګ کوی، چې په چمن کې اوسېږی او د ورځي وېش ته د کاروبار لپاره راځي.

د یکشنبې پر ورځ له غرمې مخکې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ له لنډمهالې نښتې وروسته دا دروازه د خلکو پرمخ وتړل شوه.

په سيمه کې د طالبانو د پوله ساتو سرتېرو يو مسوول قدرت الله وایي: «پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د پاکستان سرحدي ځواکونو پاکستان ته له تلونکو افغان مسافرو سره دوامداره ناسم چلند وکړ.»

نوموړی زیاتوي: «پېښه کې ځيني پاکستاني سرتيري وژل شوي دي، خو طالبانو ته زيان نه دی اوښتی.»

د کندهار د والي د ویاند عطاالله زید وایي، پېښه د ناسم پوهاوي له امله رامنځته شوې، چې کوم زیان نه لري.

له بلې خوا، د طالبانو ویاندن د یوې خبرپاڼې په خپرولو په سپین بولدک پوله کې د وروستۍ پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې او وایي، چې د پېښې د څېړلو لپاره یې یو لوړپوړی پلاوی ټاکلی ترڅو د نښتې عاملین پیدا کړي.