په کابل کې یو شمېر ترکاڼان په تېر یوه کال کې د خپل کاروبار د ځوړتیا خبره کوي او زیاتوي چې د دوی د مشتریانو شمېر په بې مخینې توګه کم شوی دی.
دوی وایي چې د ودانیزو پروژو، په ښار کې د ودانیزو کارونو درېدو، د ترکاڼۍ لپاره د خامو مواد د بیو لوړوالی او د خلکو د اقتصادي ستونزو زیاتوالي، ددغو کسبګرو کاروبار له ځوړتیا سره مخ کړی دی.
د کابل ښار یو ترکاڼ وحیدالله وایي: «څه د پاسه لس میاشتې کېږي چې کاروبار نه لرم، له دې مخکې د ودانیو لپاره د کړکیو او دروازو په کار بوخت وم، خو په هېواد کې له بدلونونو وروسته ودانیز کارونه بند شوي او دې چارې زموږ کاروبار له ستونزو سره مخ کړی دی.»
په کابل کې یو بل ترکاڼ حشمت الله کریمي وایي چې په تېر یوه کال کې په هېواد کې له سیاسي بدلونونو وروسته، کاروبار سم پرمخ نه ځي.
هغه زیاتوي: «څو میاشتې کېږي چې د هټۍ له کرایې پوروړی یم او د طالبانو مالیه پر موږ یو بل لوی ظلم دی، دوی مو له کاروباره خبر نه دي چې د ورځې څومره عاید لرو، خو راځي له موږ څخه د مالیې اخیستو غوښتنه کوي.»
د کابل یو بل ترکاڼ عبدالواسع وایي چې په کابل کې د طالبانو له خوا ودانیز کارونه درول شوي او دې کار هم د دوی پر کاروبار زیات اغېز کړی دی.
دا په داسې حال کې دي چې نړیوال بانک، د تلې په میاشت کې په یوه راپور کې د خلکو اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
په دې راپور کې د هېواد د کورنیو ناخالصو تولیداتو د منفي ودې یادونه شوې او پکې راغلي چې ښايي افغانستان په ۲۰۲۲ میلادي کال کې له دېرش تر ۳۵ سلنه منفي اقتصادي ودې سره مخ شي.
د اقتصادي چارو یو کارپوه وايي، اړتیا ده چې اوسنۍ اداره په هېواد کې مثبتو اقتصادي بدلونونو ته د حل لارو موندلو لپاره هڅې وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوه نصیر رښتیا وايي: «سیاسي ننګونې د دې لامل شوې چې خلک پانګونې او رغنیزو کارونو ته علاقه نه لري. ترهغه چې سیاسي ننګونې حل نه شي په سختۍ سره هیله من کېدای شو چې بیا دې اقتصادي فعالیتونه پيل کړو.»
د نړیوال بانګ موندنې ښيي چې د کورنیو د عوایدو کمښت او دوی د مصرف کموالی ددې لامل شوی چې د افغانستان په بازارونو کې د تقاضا کچه کمه شي.
ددې بنسټ په راپور کې همداراز راغلي چې د پیسو د ورکړې په بهیر کې خنډ، د بانکي خدماتو په وړاندې کولو کې محدودیت او د خصوصي برخې د فعالیت کمښت افغانستان له ننګونو سره مخ کړی دی.