افغانستان

د کابل په شمال کې د تېرې شپې د عملیاتو په اړه ضدونقیضې څرګندونې

د کابل ښار د پنځلسمه ناحیې د پنجصد فامیلي سیمې اوسېدونکو د شنبې په شپه د پرله‌پسې ډزو او چاودنې خبر ورکړی دی. هغوی وایي، چې ډزې د کابل په دې سیمه کې د شپې له ۱۰ بجو پیل شوې وې.

د کورنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو ویاند عبدالنافع ټکور شنبه شپه آمو ته وویل چې دا چاڼیز عملیات دي، خو په دې اړه یې د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

د طالبانو له منځه نورو سرچینو آمو ته وویل چې دغه عملیات د داعش اړوند یوې ډلې کسانو پروړاندی، چې په دې سیمه کې ځای‌پرځای شوي وو، ترسره شوی دي.

د پنجصد فامیلي سیمې اوسېدونکي وایي چې د هغوی ډېری ویده وو، چې د (کابل په شمال کې) په اوومه خراسان کوڅه کې ډزې پیل شوې.

د کابل اوسېدونکي علي احمد په دې اړه وویل: «ټول ویده وو. ناڅاپه د ډزو غږ واورېدل شو. موږ له خوبه راپاڅېدو. ماشومان وېرېدلي وو، ډېر وحشتناک وضعیت و او ډزې هر شېبه زیاتېدې.»

یو شمېر دغه اوسېدونکي د کابل په دې برخه کې د داعش کسانو شتون ردوي او ادعا کوي دغه عملیات «د کابل د شمال برخې د یو شمېر اوسېدونکو په نښه کولو لپاره» پیل شوي وو.

د سیمې اوسېدونکی صفي‌الله وایي: «هغه کور چې د طالبانو له خوا عملیات پرې شوي وو، ټول د پنجشېر خلک وو چې ووژل شول.»

د صفي‌الله په وینا، طالبانو دغه کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

د پنجصد فامیلي یو بل اوسېدونکی چې د امنیتي مسایلو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي وایي: «د تېرې شپې چاڼیز عملیات د نسل وژنې لپاره ترسره شوي دي. په پنجصد فامیلي سیمه کې داعش له کومه شول؟ داعش د افغانستان په ختیځ کې دي. دلته ټول عام وګړي ژوند کوي. کوم کسان چې تېره شپه ووژل شول، ټول بې ګناه خلک وو، د طالبانو دغه کار نسل وژنه ده. لومړی ځل هم نه دی. څو ځله مخکې هم طالبانو په دې سیمو کې یو لړ عملیات کړي دي چې قربانیان یې بې ګناه خلک وو.»

یو بل اوسېدونکی هم د خپل نوم نه ښودلو په شرط ادعا کوي، چې د طالبانو د تېرې شپې په عملیاتو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه زیاتوي: «د تېرې شپې عملیات پر داعش د برید په پلمه، د کابل ښار د اوسېدونکو پر کور چې کابو ټول د کابل د شمال، کاپیسا او پنجشېر وو، ترسره شوي دي، له لومړۍ کوڅې تر وروستۍ کوڅې په ځانګړې توګه په شپږمه او اوومه کوڅه کې پنجشېریان ژوند کوي.»

د کابل د شمال دغه اوسېدونکي ادعا کوي، چې په دې عملیاتو کې درې ملکي وګړي په خپلو کورونو کې مړه شوي دي.

طالبانو له دې پېښې وروسته د جزییاتو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي. د دې ډلې یوه ویاند په دې تړاو د آمو ټلویزیون غوښتنې ته هم کوم ځواب وړاندې نه کړ.