د ډونالډ ټرمپ ادارې استدلال کړی چې له ایران سره جګړه د اپریل میاشتې د اوربند له امله پای ته رسېدلې ده.
دا تفسیر سپینې ماڼۍ ته اجازه ورکوي چې د ۱۹۷۳ کال د «جنګي واکونو قانون» له مخې له کانګرس څخه د جګړې د غځولو لپاره د رسمي اجازې اخیستلو له قانوني اړتیا څخه ځان وژغوري.
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسټ د سنا مجلس ته په خپلو څرګندونو کې وویل، چې دې اوربند په مؤثره توګه جګړه درولې ده.
د ادارې د یو لوړپوړي چارواکي په وینا، د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې جګړه د اپریل په ۷مه په اوربند سره پای ته رسېدلې او له هغه وخته راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډزې نه دي شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د جګړې د ختمېدو ادعا یوازې حقوقي اړخ لري؛ ځکه په عمل کې ایران لا هم د هرمز تنګی تړلی ساتلی او د امریکا بحري ځواک هم د ایران د تېلو د صادراتو د مخنیوي لپاره خپلې محاصرې ته په شدت سره دوام ورکوي.
د جمعې ورځ د هغه ۶۰ ورځني مهلت وروستۍ نېټه ده چې ولسمشر باید یا جګړه بنده کړې وای او یا یې له کانګرس څخه اجازه اخیستې وای.
د ډیموکراتانو ترڅنګ، ځینو جمهوري غوښتونکو سناتورانو لکه سوزان کولینز د ادارې دا دریځ رد کړی او ویلي یې دي چې دا مهلت یو وړاندیز نه، بلکې قانوني مکلفیت دی.
بل لور ته، د ملي امنیت شورا پخواني چارواکي ریچارډ ګولډبرګ وړاندیز کړی چې اداره دې اوسنی ماموریت د «ایپیک پاسیج» په نوم نوي عملیاتو ته بدل کړي ترڅو د تنګي د پرانیستلو لپاره خپل پوځي اقدام ته قانوني بڼه ورکړي.
