امنیت

سرچنیې: تېره شپه په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې

انځور سبپین بولدک ارشیف څخه

سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې تېره شپه د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ سخته نښته شوې ده.

د یوې سیمه‌ییزې سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه نښته وروسته له هغه پیل شوه چې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې یو ځايي کارګر ماشوم ووژل شو. له دې پېښې وروسته، طالب ځواکونو د غچ اخیستنې په موخه بریدونه پیل کړل.

راپورونه وايي چې په دغه نښته کې د پاکستاني پوځیانو له ډلې ۶ تنه وژل شوي، یو تن نیول شوی او د یوه بل جسد د طالبانو لاس ته ورغلی دی.

تراوسه د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکو په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دغه نښته په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې په چین کې د دواړو لوریو ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو په موخه خبرې اترې بې‌نتیجې پای ته رسېدلې وې.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې طالبان تورنوي چې د «تحریک طالبان پاکستان» (TTP) ډلې ته یې پټنځایونه ورکړي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه په وار وار رد کړي او ټینګار یې کړی چې چا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.