د عمر ګلستان ښارګوټي ځینې اوسېدونکي وايي چې د دې ښارګوټي د تثبیت د پروسې پر مهال د طالبانو له لوري د دولتي ځمکې په توګه یادونه نه وې شوې او له دوی څخه پوښتنه هم نه وه شوې.
د دوی په خبره، طالبانو د دې ښارګوټي اوسېدونکو ته لس ورځې وخت ورکړی چې خپل کورونه پرېږدي.
د دې ښارګوټي اوسېدونکو اعتراضونه کړي او د خپلو کورونو د برخلیک په اړه وضاحت غواړي.
په همدې حال کې، د طالبانو تر ادارې لاندې د کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې دا ښارګوټی د طالبانو د ځانګړې محکمې د پرېکړې پر بنسټ دې ادارې ته سپارل شوی دی.
