افغانستان

کابل کې د طالبانو له محدودیتونو سره سممهاله د نارینه سینګارتونونو د بازار ځوړتیا

کابل کې د نارینه سینګارتونونو یو شمېر خاوندان وایي، وروسته له هغې چې د طالبانو د امربالمعروف کسانو د ږيرې خرېیل او په بېلابېلو ډولونو د وېښتانو جوړول منع کړي دي، د هغوی کاروبار له ځوړتیا سره مخ شوی دی.

په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې هم د طالبانو د امربالمعروف له خوا د ږیرې د خرېیلو او په بېلابېلو ډولونو د وېښتانو د جوړول پر منع کولو سربېره یو لړ نور محدودیتونه هم لګول شوي دي.

محمد نوید نصرت چې له اتو کلونو راهیسې په کابل ښار کې د نارینه‌وو سینګارتون لري وایي: «وروسته له هغې چې کابل د طالبانو له خوا ونیول شو، د طالبانو د امربالمعروف کسان زما هټۍ ته راغلل او له ما یې وغوښتل چې نور د خلکو ږیرې ونه خرېیم او د خپلو مشتریانو وېښتانو ته سټایل ورنه کړم. هغوی وویل که د دوی له فرمان څخه سرغړونه وکړم، جریمه کوي مې او هټۍ مې تړي. اوس د طالبانو اطاعت ته اړ یم.»

یو بل سینګاروونکی عبدل عزیز وایي: «د طالبانو له راتګ سره زموږ کاروبار سقوط کړی. موږ د یوې نمړۍ ډوډۍ او خپلې کورنۍ ته د نفقې پیدا کولو لپاره کار کوو؛ خو طالبانو له موږ د کار حق واخیست او له وېرې نه شم کولای د چا ږیره اصلاح کړم او د چا وېښتانو ته سټایل ورکړم او که له قانون څخه سرغړونه وکړم، جریمه کېږم او هټۍ مې تړي.»

د کابل یو شمېر ځوانان د طالبانو د امربالمعروف ادارې له خوا لګول شویو محدودیتونو ته په اشارې وایي چې دغه ډله د خلکو په خصوصي ژوند کې لاسوهنه کوي.

د کابل اوسېدونکی حشمت الله حبیبي وایي: «یو ځل په داسې حال کې چې د ږیرې او وېښتانو د اصلاح په اړه د طالبانو له محدودیتونو خبر نه وم، ولاړم خپله ږیره مې اصلاح او وېښتانو ته مې سټایل ورکړ. د کورس پر لاره له طالبانو سره مخ شوم، ویې درولم او ویې ویل چې ولې دې ځان د کافرانو په څېر کړی دی؟ نور که دا ډول ولیدل شې، سزا وینې!»

طالبانو د وېښتانو پر بېلابېلو موډلونو او د ږیرې پر اصلاح پر محدودیت لګولو سربېره، رسنیو، شخصي موټرو، د واده په مراسمو کې د موسیقۍ خپرول او له محرم پرته په ټکسي کې د ښځو سپرېدل مجاز نه ګڼي.

دغې ډلې همداراز تازه ښځې ورزشي کلبونو، عمومي حمامونو ته له تلو او له کوره بهر د خیاطۍ له لرلو منع کړې دي.