د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی امانتي صندوق وایي، چې د دغه هېواد وګړي له سختو اقتصادي فشارونو او اقلیمي بدلونونو سره لاس او ګرېوان دي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ زیاته کړې، چې په افغانستان کې کورنۍ هره ورځ له داسې ننګونو سره مخ کېږي چې د هغوی ثبات او راتلونکی ګواښي.
په ورته وخت کې، یاد صندوق پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ناروې هېواد په مرسته، د ښځو او ځوانانو په ګډون د کوچنیو او منځنیو متشبثینو لپاره د زدهکړې، عاید ترلاسه کولو او مشرۍ فرصتونه برابرېږي.
د دې ترڅنګ، د کورنیو د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کېږي او سیمه ییز بازارونه فعال ساتل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې نړیوال بانک د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل نوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د سړي سر ناخالص کورني تولید (GDP per capita) کچه ۵.۶ سلنه کمه شوې ده.
په دغه راپور کې راغلي، د دې لپاره چې په هېواد کې د نفوس وده د اقتصادي ودې په پرتله چټکه ده، نو ځکه په افغانستان کې انفلاسیون (د نرخونو لوړوالی) هم زیات شوی دی.
نړیوال بانک په ایران او منځني ختیځ کې روانې شخړې د سیمې لپاره یو «اقتصادي شوک» بللی، چې د افغانستان په ګډون یې د سیمې د هېوادونو اقتصادي ننګونې نورې هم زیاتې کړې دي.
یاد بانک ویلي چې دا وضعیت د حکومتولۍ پیاوړتیا، د اقتصاد د کلي بنسټونو اصلاح، د کارموندنې د زمینې برابرولو او د اوږدمهاله مقاومت د پیاوړتیا لپاره بېړنیو ګامونو ته اړتیا لري.
