د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د تېرې شپې د سختو بارانونو له امله د یوه کور د نړېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ تنه مړه شوي دي.
ننګرهار کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر وایي، دا بوږنوونکې پېښه د خوږیاڼو ولسوالۍ د «مرکي خېلو کمې ترمۍ» په سیمه کې د شپې شاوخوا ۳ بجې رامنځته شوې ده.
دفتر وايي په دغه پېښه کې د عزیزالله په نوم د یوه ځایي اوسېدونکي کور نړېدلی چې له امله یې د هغه ۵ ماشومان، یوه نږور او یوه لمسۍ ژوند له لاسه ورکړی دی.
په ننګرهار کې له تېرو څو ورځو راهیسې سختو ورښتونو او سېلابونو په مرکز جلالاباد او ولسوالیو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي، چې ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.
تر دې وړاندېپه ننګرهار کې مسؤلینو ویلي و چې وړمه د سختو بارانونو او ویجاړونکو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د ادارې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د وروستیو معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۱۰ تنو ته رسېدلی او تر ۱۵۴ ډېر نور ټپیان دي.
