د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، له پاکستان سره د دوی د پلاوي خبرې نن د چین په ارومچي ښار کې پیلېږي.
دې وزارت ویلي چې د منځنۍ کچې یو پلاوی یې چین ته استولی او دا خبرې د بیجینګ په غوښتنه ترسره کېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې خبرې به د امنیتي مسایلو، سوداګریزو اړیکو او د ښه ګاونډیتوب په اړه وي.
هممهاله، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې د دې هېواد پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره چین ته تللی، څو له سرحد پورې غاړه د خوندي پټنځایونو او ترهګرو ډلو پر وړاندې د یوې دوامدارې حللارې د موندلو هڅه وکړي.
طاهر اندرابي ټینګار کړی چې د دغو خبرو د پرمخ وړلو مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی.
