افغانستان

ننګرهار کې د مطالعې دودلو لپاره د ځوانانو هڅه

ننګرهار کې د مطالعې دود د پراخېدو لپاره هڅې ورځ تر بلې زیاتېږي.

د دې ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار په تفریح ځایونو کې یو شمېر رضاکاره ځوانان کتابونه په لاس د کتاب لوستلو مینه‌والو ته د دوی د خوښې کتابونه وېشي.

دغه کمپاین «راځئ مطالعه وکړئ» نومول شوی دی.

د دغه بهیر مسوولین وایي، چې د کمپاین موخه یې د کتاب لوستلو دود پراخېدل ده.

دوی وایي، په دې کمپاین کې د ښار په تفریح ځایونو کې ګرځي او د مطالعې پر مینه‌والو د هغوی د خوښې کتابونه وېشي.

رحمن‌الله چې د دې چارې مشري پر غاړه لري وایي، په دې وروستیو کې د مطالعي کلتور بیخې ورک شوی، چې له امله یې د کتابتونونو کاروبار هم خراب شوی دی.

دی وایي هڅه کوي، دا فرهنګ پياوړی کړی او له دې وروسته د خپل کمپاین لړۍ ولسوالیو ته هم وغځوي.

نوموړی زیاتوي: «موږ په دې موخه د مطالعې دا کمپاین پیل کړی، چې د ټولنې لوستي ځوانان مطالعې ته وهڅوو او په دې ډول په افغاني ټولنه کې د مطالعې فرهنګ عام کړو. هڅه کوو د ښار په ټولو تفریح ځایونو کې وګرځو او د مطالعې مینه‌والو ته د هغوی د خوښې وړ کتابونه ورکړو.»

د کتاب لوستلو مینه‌وال هم خوښ دي، چې یوه ډله ځوانان شته چې د دې فرهنګ دودولو ته کار وکړي.

هغه ځوانان، چې له دې لارې یې کتابونه ترلاسه کړي وایي دا چاره په ټولنه کې د کتاب لوستلو فرهنګ لا پیاوړی کولای شي.

د ننګرهار اوسېدونکی عبدالقهار وایي ، د کتاب په لوستلو سره د عامو خلکو مینه شته خو کتاب ته نه لاسرسی او اقتصادي ستونزو دوی له کتابه زړه توري کړي او دوی یې ترې لیرې کړې دي.

نوموړی وایي : «مونږ ډېر خوشحاله یو، چې دلته په تفریح ځایونو کې خلکو ته د کتاب لوستلو زمینه برابره شوې او تمه لرو، چې دا ډول کمپاینونه به ځوانان مطالعې ته وهڅوي او په دې ډول به په ټولنه کې د کتاب مطالعه عامه شي.»

فرهنګپالان هم د کتاب د مطالعې د عامېدو لپاره د ځونانو دا اقدام ستایي او هیله‌من دي، چې دا چاره د کتاب لوستلو دود لا پیاوړی کوي.

شاعر او لیکوال ضیاءالدین همت‌مل وایي، دا د ځوانانو لپاره یو ښه فرصت دی او خلک دې هم د ټولنیزو رسنیو د کارولو ترڅنګ کتاب ولولي.

دی وایي که ځوانان کتاب ته شا او یوازې ټولنیزې رسنۍ څاري ښايي د هغوی د پرمختګ مخه ونیول شي.

ښاغلی همت‌مل وایي: «ټولنیزې رسنۍ ډېرې عامې دي او خلک له پرمختګونو خبروي؛ خو د دې ترڅنګ مطالعه هم ډېره اړینه ده. کتابونو کې ډېرې خبرې شته چې دوی ته ګټه کوي او ښايي د ټولنې او د دوی په ګټه وي. ټولنیزو رسنیو کې یو شمېرکسان تخریبي مسایل خپروي، چې دا هم په ذهنونو ناوړه اغېزه کوي.»

د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې د کتاب لوستلو مینه‌وال کم شوي او له دې امله د کتابونو پلورونکي هم اندېښمن دي، چې کاروبار یې خراب شوی دی.

کتاب پلورونکي وایي پخوا به یې کار ښه روان وو، خو اوس آن د اونۍ تر پایه په شمار لس کتابونه هم نه پلوري.

وګړي بیا وایي، که اقتصادي وضعیت ښه وي او طالبان د دې هېواد وګړو ته که هغه نارینه دي او یا ښځينه د زده‌کړو مناسبه زمینه برابره کړي لیرې نه ده، چې هر څه منظم شي.

دوی په دې باور دي، چې د ښوونځیو تړل کېدو د خلکو زړونه تور کړي او له همدې امله څوک مطالعې ته لېوالتیا نه لري.

پر هېواد د طالبانو له واکنمېدو سره د نجونو ښوونځي وتړل شول، ښځې د کار له حق څخه بې برخې او لوستي کسان څنډې ته شول چې د دغو محدودیتونو له پلي کېدو سره د زده‌کړو دوام او مطالعې ته د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده.