د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری ۶ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو ویاند، تر لوی اختره پورې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند د غځولو د غوښتنې په اړه ویلي، چې دوی جګړه نه ده پیل کړې او دا مهال په دفاعي حالت کې دي.

ذبیح‌الله مجاهد ټینګار کړی چې د ده په باور دا پیغام تر ډېره په پاکستان پورې تړاو لري.

په همدې حال کې، د دواړو خواوو ترمنځ د کړکېچونو په اوج کې، د تورخم لاره له نږدې یوې میاشتې وروسته یو ځل بیا نن پنجشنبه یوازې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لپاره پرانیستل شوه.

خو د ډیورند فرضي کرښې دواړو غاړو خلک د روانو کړکېچونو او نښتو د دوام په اړه اندېښنه لري او د اوربند د غځولو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بشپړ پرانیستلو غوښتنه کوي.