د کوچني اختر له پای ته رسېدو سره هممهاله، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د موقتي اوربند موده هم نن پای ته رسېږي؛ هغه اوربند چې طالبانو، پاکستان د هغه په ماتولو تورن کړی، خو اسلامآباد دا ادعا رد کړې ده.
په همدې حال کې، ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار، په یوه اعلامیه کې له ترهګرو سره د «قاطع» مبارزې پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان په خاوره کې بریدونه هم د همدې ژمنتیا برخه ده.
د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداری، هم پر افغانستان د خپل پوځ بریدونه «اغېزمن» بللي او یو ځل بیا یې خبرداری ورکړی، چې دوی به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.
