په نیویارک کې یو پاکستانی وګړی پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو امریکايي سیاستوالو باندې د برید د پلانولو په تور محکوم شو.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي، دغه کس دوه کاله وړاندې د ایران په لارښوونه د ټرمپ د وژلو هڅه کړې وه.
اصف مرچنټ تورن و چې په امریکا کې یې د هغو کسانو د ګمارلو هڅه کوله چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د امریکا له لوري د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژل کېدو غچ واخلي. قاسم سلیماني هغه مهال د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال په عراق کې په نښه شوی و.
فدرالي څارنوالان وايي چې د ۲۰۲۴ کال په دې پلان کې د ډونالډ ټرمپ ترڅنګ، د هغه وخت ولسمشر جو بایډن او د جمهوري غوښتونکو په ګوند کې د ټرمپ سیاله نیکي هېلي هم د هدفونو په لېست کې شامل وو.
د امریکا د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، اصف مرچنټ په “اجرتي وژنه او د پولې هاخوا د ترهګریزو هڅو” په تور محکوم شوی دی. دغه راز ویل شوي چې د هغه دا ټولې کړنې د ایراني چارواکو له لوري لارښوونه کېدې.
د اصف مرچنټ محاکمه تېره اونۍ په بروکلین کې په داسې حال کې پیل شوه چې یوازې څو ورځې وروسته ډونالډ ټرمپ پر ایران د برید امر وکړ. دا برید چې د اسرائیلو په همکارۍ ترسره شو، اوس په سیمه کې په یوې لویې جګړې بدل شوی دی.
مرچنټ په محکمه کې اعتراف وکړ چې د ایران له سپاه پاسداران (انقلابي ګارډ) سره یې په دې پلان کې لاس درلود، خو ادعا یې وکړه چې دا کار یې په ناخوښۍ او یوازې په تهران کې د خپلې کورنۍ د خوندیتوب لپاره کړی و.
د امریکا استخباراتي ادارو دا پلان تر عملي کېدو وړاندې شنډ کړی و. د عدلیې وزارت وايي، یو تن چې مرچنټ ورسره په ۲۰۲۴ کال کې د مرستې لپاره اړیکه نیولې وه، امنیتي ادارو ته یې خبر ورکړ او په دې توګه اصف مرچنټ ونیول شو.
ایران تر دې وړاندې تل دا تورونه رد کړي چې ګواکې دوی د امریکايي چارواکو د وژلو هڅه کړې. دا محکومیت په داسې حال کې اعلانېږي چې د شنبې له ورځې راهیسې د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې د ایران د لوړپوړو مشرانو په ګډون له ۱۳۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
