د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د کَب ۱۲ – د ۸ بجو خبرونه

د پاکستان پوځ تېره شپه، د ۲۰۵ اتل قول اردو په ګډون د کندهار په څو برخو بمباري وکړه.

سرچینو آمو ته تایید کړې چې د پاکستان بې پیلوټه الوتکو تېره شپه د ۲۰۵ اتل قول اردو په ګډون په دوو پوځي مرکزونو او د ژېړۍ ولسوالۍ په څو برخو بریدونه کړي دي.

د کندهار سربېره، پاکستاني پوځ تېره شپه د کابل او پنجشېر په ځینو برخو هم هوايي بریدونه کړي.

په داسې حال کې چې نښتو زور اخیستی، د پاکستان ولسمشر خبرداری ورکړی چې طالبان د پاکستان له سرې کرښې اوښتي دي.