د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د کَب ۳ – د ۸ بجو خبرونه

د پاکستان پوځ، تېره شپه ناوخته پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو هوایي بریدونه کړې دي.

اسلام‌آباد، یاد بریدونه غچ اخیستونکي بللي او ادعا یې کړې، چې د افغانستان په خاوره کې یې د ټي‌ټي‌پي او داعش خراسان څانګې اړوند اووه پټنځایونه یې په نښه کړې دي، خو طالبانو بیا ویلي، چې په دغو هوایي بریدونو کې له شلو ډېر ملکیان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوې دي.

د طالبانو د دفاع وزارت، د تېرې شپې برید د افغانستان پر خاورې تېرۍ بللی او خبرداری یې ورکړی چې په ټاکلي وخت کې به ځواب ورکړي.