د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په چارو کې ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ وایي، چې د افغانستان د وروستیو اندېښمنوونکو بدلونونو په اړه به خپل تازه راپور د جنیوا په غونډه کې وړاندې کړي.
دا راپور به د بشري حقونو شورا د یو شپېتمې غونډې په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ، روغتیایي خدماتو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي د حق په اړه له یوه بل راپور سره یوځای وړاندې شي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا یو شپېتمه غونډه د روان کال د کب میاشتې له څلورمې پیل شوې او د راتلونکي لمریز کال د وري یا حمل میاشتې تر یوولسمې به دوام وکړي.
په دې غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت ارزونه د بحث له مهمو مسایلو څخه ده.
همداراز، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د دفتر راپور هم په همدې غونډه کې وړاندې کېږي.
