د پاکستان د دفاع وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان په جګړو کې د دې هېواد د حضور انګېزه سیاسي بللې ده.
خواجه محمد آصف ټینګار کړی چې پاکستان نه د اسلام د دفاع لپاره، بلکې د سیاسي مشروعیت د ترلاسه کولو او د لویو قدرتونو د ملاتړ لپاره دغو جګړو کې ښکېل شوی و.
دغه لوړپوړی پاکستاني چارواکی همداراز وایي، چې طالبان په افغانستان کې د ټيټيپي حضور مني، خو پاکستان ته د امنیتي تضمین ورکولو ته چمتو نه دي.
