افغانستان

د طالبانو له خوا د نیول شوي قومي مشر ناڅرګند برخلیک

طالبانو څو ورځې مخکې پروان کې یو قومي مشر ونیوه او تر اوسه یې د برخلیک په اړه هېڅ خبر نشته.

پروان کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې طالبانو اته ورځې مخکې یو قومي مشر د دغه ولایت د مرکز له اړوند سیمو نیولی او تر اوسه یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته.

سرچینې سه‌شنبه د لړم پر لسمه د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وایي، چې دغه قومي مشر نوراقا نومېده او طالبانو هغه اته ورځې مخکې د پروان ولایت د مرکز له اړوند بایان علیا سیمې څخه نیولی او یوه نامعلومه ځای ته یې لېږدولی دی.

د نوراقا خپلوان وایي چې هغه د ماښام له لمانځه کور ته د ستنېدو پرمهال نیول شوی دی.

د نوراقا یو خپلوان سید اقا زیاته کړه: «تېرو اتو ورځو کې پروان کې د طالبانو ټولو ځایي ادارو ته ورغلو؛ خو د هغه له نیول کېدو یې ناخبري څرګنده کړې ده، اوس نه پوهېږو چې څه وکړو.»

هغه په دوام کې وویل: «نوراقا له هېچا سره اړیکه نه لرله، هغه قومي مشر و او د نیول کېدو لامل یې هم تر اوسه روښانه نه دی.»

پروان کې د طالبانو له سیمه‌ییزو چارواکو سره له پرله‌پسې اړیکو سره سره هغوی په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول.

له دې مخکې هم په ورته مواردو کې طالبانو په پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو کې لسګونه ملکي وګړي نیولي، شکنجه او په ځینو مواردو کې یې وژلي دي.

افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) یوه راپور کې له بشري حقونو د سرغړونې او د ملکیانو د وژنو په هکله لیکلي چې د ۲۰۲۱ د اګسټ له ۱۵ د ۲۰۲۲ د جون تر ۱۵ اووه سوه ملکي وګړي مړه او ۱۴۰۶ تنه نور ټپیان شوي دي.