سوداګري

د کندهار په وېش بازار کې د موټرو پېر او پلور کم شوی

د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ وېش بازار هغه سيمه ده، چې د هېواد په کچه د موټرو کاروبار پکې ترسره کیږي.

وېش بازار کې د نورو کارول شويو توکو ترڅنګ هر ډول موټر موندل کېږي او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه خلک همدې سيمي ته راځي او موټر پېري.

دادالله او رفيع‌الله د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ په وېش بازار کې د موټرو پلورنځی لري.

دوی وایي، د پاکستان له خوا د لارو د تړل کېدو او د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدو یې کاروبار ته زيان اړولی دی.

د موټرو د پېر او پلور دغه سوداګر د طالبانو له ادارې غواړي، چې افغانستان کې د اقتصادي ناورين د مخنيوي لپاره دې کار وکړي.

د رفيع الله په نوم د یوه موټر پلورنځي مشر وایي: «حکومت (طالبان) چې راغلي زموږ کار درېدلې، موږ غواړو چې د سوداګرۍ د عادي کېدو لپاره کار وشي.»

د سپين بولدک د وېش بازار ترڅنګ په کندهار ښار کې هم د موټرو پلورنکي د خپل کاروبار له کموالي شکایت لري.

صدیق‌الله د کندهار پنځمه ناحيه کې د موټرو نندارتون لري.

هغه وایي، کاروبار يې تر پخوا کم شوی او لامل يې هم د خلکو کمزوری اقتصاد دی.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولين بيا په دې ولایت کې د سوداګرۍ د ځوړتیا لامل د نړيوالو له خوا د هغوی په رسميت نه پېژندل کېدل او د نقدو پیسو کمښت يادوي.

د کندهار د سوداګرۍ خوني پخوانۍ ریيس او د کندهار د سوداګرو د ټولني غړی حاجي نصرالله زهير وایي، د سوداګرۍ عادي کېدل به لا زيات وخت ته اړتیا ولري.

ښاغلی زهیر وایي: «دلته اوس حکومت (د طالبانو اداره) د رسميت پېژندلو له ستونزې او د پیسو له کمښت او خلک له اقتصادی ستونزو سره مخ دي، د دې ستونزو د مخنیوي لپاره دولت (طالبان) باید اغېزناک پلانونه ولري.»

د بانکونو د فعاليت د محدوديت ترڅنګ کندهار ولایت کې د وزګارۍ د لوړې کچې له امله بېوزلۍ هم د پخوا په پرتله زیاته شوې، چې د دغه ولایت اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ کړي دي.