افغانستان

کابل؛ داسې ښار چې د کثافاتو ټولولو ځانګړی سیستم نه لري

د کابل ښار د واټونو ترڅنګ د کثافاتو زیاتوالی، سربېره پر دې چې د ښار څېره یې بدله کړې، په پلازمیني کې د چاپېریال د ککړتیا لامل هم شوی دی.

د کثافاتو د راټولولو سطلونو کمښت د دې لامل شوي چې خلک خپل کثافات هرځای چې وغواړي وې غورځوي او دا چاره د ښار په بېلابېلو برخو کې د چاپېریال د ککړتیا لامل شوې ده. یو شمېر کابل ښاریان وايي چې د ښار په ډېری سیمو کې د کثافاتو سطلونه نشته او خلک هرځای چې وغواړي خپل کثافات غورځوي.

د کابل یو اوسېدونکی سلیم رحیمي په دې اړه وایي: «له بده مرغه موږ د ښار په کچه د کثافاتو د سطلونو له کمښت سره مخ یو. کله چې غواړو کثافات له کوره ولېږدوو، د دې لپاره ځای نشته. کابل ښاروالۍ په یوه لوی ښارګوټي کې یوازې یوه کثافات داني اېښې چې موږ ترې لیرې یو او اړ کېږو چې خپل کثافات له لیرې سیمې هغه ځای ته ولېږدوو.»

په دې لړ کې، یو شمېر خصوصي شرکتونه هم چې د کابل ښاروالۍ په همغږۍ فعالیت لري، د میاشتې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو په اخیستو، د کابل په ځینو برخو کې کثافات راټولوي.

د کابل يو بل اوسېدونکی نثار نعیمي وایي: «زموږ په ټوله سیمه کې د کثافاتو یو سطل دی چې هغه هم له موږ څخه په لیرې واټن کې دی او مجبورېږو په یوه حویلۍ کې چې کوټې پکې نشته وې غورځوو او یا هم د کثافاتو د لېږدولو په بدل کې د میاشتې ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانۍ ورکړو ترڅو مو کثافات ولېږدوي.»

ویل کېږي چې کابل څه د پاسه ۵ میلیونه اوسېدونکي لري؛ په دې ښار کې یوازې کثافات تولېدېږي او د دغو کثافاتو د راتولولو او پروسس لپاره کوم کار نه دی شوی.

احمد وهاب چې په کابل کې اوسېږي زیاتوي: «د کثافاتو وضعیت او د ښاروالۍ له خوا یې ټولولو ته نه پاملرنه مې سخت ځوروي. خلک خپل کثافات زما د کور ترڅنګ په نوې جوړه شوې ودانۍ کې غورځوي. زه ورته وایم چې ولې دا کار کوئ خو دوی په غوسه کېږي. ښاروالي هم په دې اړه خپلې ستونزې لري چې باید ددغو نیمګړتیاوو د اواري لپاره هڅې وکړي.»

د چاپېریال ساتنې کارپوه روح الله امین، د ښار اوسېدونکو ته د ښاري خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د کابل ښاروالۍ غیرمعیاري وضعیت ته په اشارې سره وايي: «کابل د نړۍ هغه پلازمینه ده چې د کانالیزاسیون د نشتوالي، د یو شمېر عمومي سړکونو او کوڅو د خام والي، د شنې ساحې د کمښت، د وګړو او کثافاتو د زیاتوالي، د ښاروالۍ د تنظیف ادارې د موټرو د کمښت او کثافاتو د راټولولو لپاره د ځانګړي سیستم د نه شتون له امله له سختو ستونزو سره مخ دی.»

نوموړی زیاتوي چې باید د پلازمیني د اوسېدونکو د پوهاوي کچې د لوړولو لپاره، د ټولنیزو رسنیو له لارې کار وشي.

هغه زیاتوي: «سره له دې چې کابل ښاروالي د کثافاتو د رټولولو او له ښاره بهر ته د لېږدولو لپاره له امکاناتو برخمنه ده؛ خو تراوسه ددغو کثافاتو د راټولولو او لېږدولو په برخه کې ځانګړی اقدام نه دی شوی او د ښار ستونزې زیاتې دي.»

د کثافاتو د انبارونو زیاتوالی، د کثافت دانیو کمښت او د واټونو ترڅنګ د کثافاتو غورځول، د کابل ښاروالۍ له کړنو د خلکو د نارضایتۍ لامل شوي دي. دا په داسې حال کې دي چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې، د کثافاتو له نویو سیستمونو کار اخیستل کېږي او زیاته اندازه راټول شوي کثافات بېرته پروسس کوي او له همدې امله کثافات د «کثیفو سرو زورو» په نوم یادېږي.