افغانستان

هلمند کې يو مرستندويه بنسټ لسګونه زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمينه برابروي

د ولایت هلمند په مرکز او ولسوالیو کې د «JACK» په نوم مرستندويه ښوونیز بنسټ په ۸۸۹ سيمه‌ییزو ټولګیو کې شاوخوا ۳۲ زره هلکانو او نجونو ته د لومړنیو زدهکړو زمينه برابروي.

هلمند کې د ياد بنسټ مسوول اقا محمد همتيار وایي، دغه بنسټ به د درېيو کلونو لپاره ماشومانو ته لومړنۍ زده‌کړي ورکوي، چې وروسته به دغه بهير د هلمند د پوهني رياست ته سپارل کیږي.

نوموړی وایي: «د هلمند په ۱۵ ولسوالیو کې ۸۸۹ ځایي ټولګي جوړیږي، چې ۳۲۷۴۲ تنه زده‌کوونکي لري، او پکې ۲۱۱۴۶ تنه یې هلکان او ۱۱۶۸۷ نجوني دي.»

د هلمند لپاره د طالبانو د پوهني رییس محمد عوض وایي، د دغه بنسټ ټول سيمه‌یيز ټولګي په هغو سيمو کې جوړ شوي، چې ښوونځي ترې ليرې وي.

د هلمند د پوهنی رییس وایي، د دغو ټولګیو د زده‌کړو د کیفيت ارزونه به د دوی د مامورينو له خوا ترسره کیږي.

هغه وایي: «دا سیمه‌ییز ټولګي د زده‌کړو په برخه کې ډېر ګټور دي، د ښوونکو ګومارنه او د تعلیمي سیمو ټاکنه یې د پوهني ریاست خوا ترسره شوې ده. دا سیمه‌ییز ټولګي اصولاً باید په داسي سیمو کي جوړ شي، چي له فعالو ښوونځیو څخه درې کلیومتره واټن ولري.»

د طالبانو د پوهني وزارت د بهرنيو اړيکو مسوول وحيدالله هاشمي هم وایي، چې د هلمند په ګډون د هېواد په ټولو برخو کې ټولګې د خلکو په غوښتنه او د طالبانو د پوهني رياستونو په همغږۍ جوړیږي، چې د بېسوادۍ په له منځه وړلو کې يې اغېز زيات دی.

نوموړی زیاتوي: «موږ له یو شمیر نړیوالو او کورنیو لویو بنسټونو سره د خبرو په حال کې یو، ترڅو هلمند کې نور ځایي ټولګي هم فعال شي او اوس مو هم هلمند ته دې برخه کې ځانګړې پاملرنه کړې ده.»

هلمند کې د بېسوادۍ د له منځه وړلو دغه پروګرام په داسې حال کې پیلېږي، چې د دغه ولایت په ليرو پرتو سيمو کې اوس هم ماشومان معياري زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.