نړۍ

په هند کې د يوه پُل د نړېدو په پېښه کې ۱۳۲ تنه مړه شول

انځور: رویټرز

هندي پولیسو نن دوشنبې اعلان وکړ چې د پلیو خلکو د تېرېدو یو ۱۵۰ کلن پل چې زیات خلک پرې ولاړ و د نړېدو له امله ۱۳۲ تنه مړه شول.

هندي چارواکي وایي چې کابو ۵۰۰ تنه د موربي په نوم دغه پُل او شاوخوا یې د یو لړ مراسمو لپاره راټول شوي وو چې نښلوونکي کېبلونه یې د هوا له تیاره کېدو وروسته وشلېدل.

د فرانسې خبري آژانس په دې اړه لیکلي چې د یوه سیند پر سر د هند په لوېدیځ ګجرات ایالت کې دا پُل نړېدلی او زیات شمېر کسان اوبو ته غورځېدلي دي. یو شمېر نور هم چې د پله له ځینو برخو یې ځانونه ځړولي و او د مرستې غوښتنه یې کوله.

د پېښې یو شاهد چې تېره شپه یې د خلکو د ژغورنې لپاره هڅې کړې په دې اړه یې وویل: «ما ولیدل چې پُل د خلکو د سترګو په وړاندې ونړېده.»

د موربي یوه بل اوسېدونکي رانجان بای پتیل د هغو ستونزو خبره وکړه چې نوموړی او نور کسان ساحل ته د رسېدو لپاره له خلکو سره د مرستې په موخه ورسره مخ وو.

هغه زیاته کړه: «موږ هغه کسان چې د ساحل په لور یې لامبو کولای شوای، راویستل. له دې امله چې زیات شمېر کسان سیند ته غورځېدلي وو، ومو نشو کړای چې هغوی وژغورو.»

د پولیسو یو چارواکی آشوک کومار یاداو ددوشنبې په سهار د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د وژل شویو کسانو شمېر اوس ۱۳۲ تنو ته رسېدلی دی. سرچینې وویل چې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان وو.

له بلې خوا، کابو ۱۵ تنه نور په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د یوې توریستي سیمې ماچچو سیند پر سر پُل یوازې له څو میاشتو بیارغونې څو ورځې وروسته بېرته پرانیستل شوی و.

په هغو تصویرونو کې چې له دغه پل څخه خپاره شوي، د پله برخې پکې لیدل کېږي چې یو شمېر کسان پرې پورته ځي یا هڅه کوي په تیاره کې امن ځای ته لامبو ووهي.

د رپوټونو له مخې، دغه پُل د ۲۳۳ مترو په اوږدوالي او ۱،۵ مترو په پلنوالی سره په ۱۸۸۰ کال کې د بریتانیا د استعماري چارواکو له خوا پرانیستل شو او په هغو موادو چې له بریتانیا څخه هند ته وړل شوي وو جوړ شو.

دا پُل د خوندیتوب سند له نه لرلو سره سره، له اوه میاشتنۍ بیارغونې وروسته، د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شو او د شنبې په ورځ یې ویډیويي فلمونه ښيي چې د خرابېدو په حال کې دي.

د پولیسو یو چارواکی آشوک کومار یاداو وویل چې د سیمې پولیسو د قراردادي په اړه پلټنې پيل کړې دي. ایالتي حکومت د دې غمیزې د څېړلو لپاره یو پنځه کسیز پلاوی ګمارلی دی.

چارواکو د پُل له نړېدو وروسته په بیړه د ژغورنې عملیات پیل کړل او کښتۍ او لامبو وهونکي د ورکو شویو کسانو د ژغورنې هڅې کوي.

د هند د پوځ او سمندري ځواک لسګونه پوځیان هم د ژغورنې عملیاتو لپاره وربلل شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې په هند کې د پلونو په ګډون د زړو او کمزورو ودانیو د نړېدو پېښې زیاتې دي.

په ۲۰۱۶ کال کې د کلکتې ښار په ختیځ کې پر له ګڼې ګوڼې ډک یوه سړک د هوايي پله د نړېدو په پېښه کې ۲۶ تنه ووژل شول.

په ۲۰۱۱ کال کې د هند په شمال ختیځ کې دارجلینګ غونډې ښار ته نږدې له وګړو ډک پله د نړېدو په پېښه کې لږترلږه ۳۲ تنه مړه شول.

کابو یوه اونۍ وروسته یې د اروناچل پردېش ایالیت په شمال ختیځ کې پر یوه سیند د خلکو د تېرېدونکي پُل د نړېدو له امله دېرشو تنو ژوند له لاسه ورکړ.