افغانستان

په هیواد کې ورستیو ورښتونو ۱۲تنه ووژل او ۵ نور ټپیان دي

انځور- د دایکندي واورې

د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې  اداره وايي په افغانستان کې د وروستیو درنو واورو او بارانونو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۲ تنه مړه شوي او ۵ نور ټپیان دي.

یاده اداره وايي چې دغه ځاني تلفات په پروان، ننګرهار، بامیان، میدان وردګ، کندهار، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

راپورونه ښيي چې د دغو تلفاتو اصلي لامل د استوګنې د خونو د چتونو پرېوتل او د واورې ورېدو له امله رامنځته شوې پېښې دي.

د ځاني زیانونو ترڅنګ، درنو ورښتونو په یادو ولایتونو کې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي، چې په کې د کورونو ویجاړېدل او د سلګونو څارویو مړینه شامله ده.

بل لور ته، دطالبانو حکومتي چارواکوخپلو ولایتي مسوولینو ته لارښوونه کړې چې ژر تر ژره زیانمنو کسانو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ورسوي.

د دغې ډلې د ملي دفاع وزارت او له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي چې د دوی ژغورونکي ټیمونه په ټولو سیمو کې په پوره چمتووالي کې دي ترڅو په واورو او سېلابونو کې بند پاتې هېوادوال وژغوري.

د کابل – جلال‌اباد پر لویه لاره د ماهیپر په سیمه او د سالنګونو په لاره کې هم د ژغورنې عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې لسګونه مسافر له مرګوني خطر څخه ژغورل شوي دي.

 مسوولینو له هېوادوالو غوښتي چې د بېړني حالت پر مهال له لاندې مرستندویه شمېرو سره اړیکه ونیسي :

📞 ۰۷۲۸۰۰۹۴۶۱ 📞 ۰۷۰۸۲۵۵۰۰۷

طالب چارواکو یو ځل بیا پر خلکو غږ کړی چې د نورو احتمالي پېښو د مخنیوي لپاره دې له غیرضروري سفرونو ډډه وکړي او د خپلو کورونو او چتونو خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي.