په هېواد کې د وروستیو درنو واورو او بارانونو په دوام، د طالبانو تر واک لاندې د ملي دفاع وزارت او له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د یو شمېر بېړنیو اقداماتو او بشپړ چمتووالي خبر ورکړی دی.
د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د احتمالي زیانونو د مخنیوي او له ستونزو سره د مخ شویو هېوادوالو د لاسنیوي لپاره یې ټول مرکزي او ساحوي قطعات په بشپړ احضاراتو کې دي.
یاد وزارت زیاته کړې چې دفاعي منسوبین د نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ چمتو دي چې په واورو او سېلابونو کې د بند پاتې شویو مسافرو او خلکو د ژغورنې لپاره عاجل اقدامات وکړي.
دغه وزارت له هېوادوالو غوښتي چې د هر ډول بېړنۍ پېښې پر مهال له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسي
: 📞 ۰۷۲۸۰۰۹۴۶۱
📞۰۷۰۸۲۵۵۰۰۷
بل لور ته، له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې هم په یوه جلا خبرتیا کې له هېوادوالو غوښتي چې په ولایتونو کې د طبیعي یا غیر طبیعي پېښو او بېړنیو حالاتو پر مهال، ژر تر ژره د دغې ادارې له ولایتي مسوولینو سره اړیکه ونیسي.
یادې ادارې ډاډ ورکړی چې په ټولو ولایتونو کې یې ریاستونه چمتو دي ترڅو د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
دغه راز د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، دا چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې واوره ورېږي، نو له امله یې د سالنګ لویې لار په ګډون یو شمېر نور مسیرونه هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي، خو د اړوندو ادارو او قراردادي شرکتونو له لوري د لارو د پاکولو چارې روانې دي.
دغه وزارت له هېوادوالو او موټرچلوونکو غوښتنه کړې، چې تر بلې خبرتیا پورې له بندو مسیرونو د تګ څخه ډډه وکړي او د شپې سفر ونه کړي، ځکه د لارو د کنګل کېدو او ترافیکي پېښو د خطر احتمال زیات دی.
