نن له غرمې وروسته، د کابل په شهرنو سیمه کې یوه زوروره چاودنه وشوه.
درې سرچینو آمو ته منلې، چې په دغه پېښه کې چینایي وګړي په نښه شوې دي.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې چاودنه دومره زوروره وه، چې لوګۍ یې د کابل ښار له لرې برخو هم د لیدلو وړ و.
سیمهییزې سرچینې وایي، چې یاده پېښه تلفات هم لري. طالبانو هم د چاودنې پېښه منلې او ویلي یې دي، چې د څېړنې په حال کې دي. د دغه چاودنې د کره تلفاتو په اړه تر اوسه بشپړ جزییات په لاس کې نشته.
