د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د مرغومی۲۶ – د ۸ بجو خبرونه

شهباز شریف له پاکستاني روحانیونو سره په ناسته کې، له طالبانو د تحریک طالبان افغانستان په نوم یادونه کړې او ویلي یې دي، چې که څه هم طالبان له ټي‌ټي‌پي سره له خپلو اړیکو انکار کوي، خو اسلام‌آباد په دې تړاو کافي اسناد لري

تر راتلونکو دوو اونیو پورې کابل ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي مرستیالې سفر
ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې دغه سفر د دوحې له بهیر سره اړه لري او موخه یې له طالبانو سره د افغانستان د خلکو د ګټو د خوندیتوب لپاره عملي او اصول محوره تعامل دی