په مېنیاپولیس کې د کډوالۍ فډرالي مامورینو یوه امریکایۍ مېرمن، چې ډاکټر ته پر لاره وه، له خپل موټر څخه په زور راښکته او نیولې ده.
دا پېښه وروسته له هغه رسنیزه شوه چې د دغې نیونې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې په میلونونو ځله وکتل شوه او پراخ غبرګونونه یې راوپارول.
عالیه رحمان، چې یوه امریکایۍ تبعه ده، په یوې بیانیه کې ویلي چې هغه د مغزي زیان (TBI) مرکز ته د معاینې لپاره روانه وه، خو په لاره کې د فډرالي مامورینو او لاریونوالو له بیروبار سره مخ شوه. په ویډیو کې ښکاري چې یو مخ پټی مامور د عالیه د موټر هنداره ماتوي، کمربند یې پرې کوي او نور مامورین یې د لاسونو او پښو څخه نیسي او په زور یې د کډوالۍ د ادارې (ICE) موټر ته اچوي. عالیه وايي: “ما ورته ویل چې زه معلوله یم او ډاکټر ته ځم، خو هغوی زه د حیوان په څېر وتړلم.”
د امریکا د کورني امنیت وزارت بیا ادعا کړې چې عالیه رحمان یوه “اشوبګره” وه چې په سیمه کې یې د مامورینو د کار مخه نیوله او د موټر د لرې کولو امر یې نه و منلی. خو د هغې وکیله وایي چې عالیه په ډېر بد حالت کې بنده وه؛ که یې موټر مخکې بیولی وای، نو پر مامورینو د برید تور پرې لګېده او که ولاړه پاتې کېده، نو له اوسني فزیکي تاوتریخوالي سره مخ کېده.
عالیه رحمان زیاته کړې چې په بند کې د هغې روغتیايي حالت ته پاملرنه نه ده شوې او یوازې هغه وخت روغتون ته ولېږدول شوه چې په بند خونه کې بې هوښه شوه. نوموړې ویلي: “ما فکر کاوه چې مړه به شم، خو د روغتون کارکوونکو هیله راکړه.”
دا پېښه په مېنیاپولیس کې د کډوالۍ د سخت ځپونکي کمپاین یوه برخه ده، چې ځايي چارواکو یې وضعیت د “فډرالي یرغل” سره تشبېه کړی دی.
په تېرو څو ورځو کې ورته ګڼې نورې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې پکې فډرالي مامورین د خلکو د کورونو دروازې په زور ماتوي او حتی د “Target” پلورنځي کارکوونکي هم په زور له ځان سره بیايي. د سیمې اوسېدونکي وایي چې اوس هر وخت له کوره د وتلو پر مهال له وېرې او ترهې سره مخ وي.
