د ننګرهار ولایت څخه طالب چارواکي وايی چې په شینوارو ولسوالۍ کې د دوی امنیتي ځواکونو ۱۸ تنه د راکړې ورکړې پر مهال د پاکستاني کلدارو د کارولو په تور نیولي دي.
په دې ولایت طالب امنیتي چارواکو په وینا، دغه کسان د شینوارو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې هغه مهال ونیول شول چې په سوداګریزو معاملو کې یې له افغانیو پرته کلدارې کارولې. نیول شوي کسان دا مهال د پولیسو تر څارنې لاندې دي او ټاکل شوې چې د قانوني اجرااتو په موخه ډېر ژر عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.
د طالبانو تر واک لاندې حکومتي چارواکو یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي چې په هېواد کې د پاکستانۍ کلدارو کارول په مطلق ډول بند دي او هیڅوک اجازه نلري چې په پېر او پلور کې ترې ګټه پورته کړي.
طالب چارواکي خبرداری ورکوي چې له دغې پریکړې سرغړونکو سره به د قانون له مخې سخت چلند وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار او فرضي کرښتې ته څېرمه نورو ولایتونو کې د ملي هویت او اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د افغانیو د ترویج او د بهرنیو اسعارو د مخنیوي جدي کمپاین پیل شوی دی.
