د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو په ایران کې د روانو بېساري اعتراضونو په غبرګون کې د دغه هېواد له خلکو سره د واشنګټن رسمي ملاتړ اعلان کړ او د تهراني چارواکو لخوا د لاریون کوونکو ځپل یې په کلکه وغندل.
مارکو روبیو نن شنبه پر خپله رسمي ایکس (پخوانۍ ټویټر) پاڼه په یوه لنډ خو مانا لرونکي پیغام کې ولیکل: «متحده ایالات د ایران د زړور ولس ملاتړ کوي.» دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونه د ځپلو، نیولو او انټرنیټي بندیزونو سره سره، په بېلابېلو ښارونو کې لا هم په شدت سره دوام لري.
د روبیو له پیغام وړاندې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران مذهبي او سیاسي مشرانو ته د تر ټولو سخت غبرګون خبرداری ورکړی و.
ټرمپ ویلي و چې که ایراني ځواکونه پر خپلو خلکو ډزې ونکړي، دا به ورته غوره وي؛ ځکه چې د امریکا لاس هم پر ماشه دی او د وضعیت د لا خرابېدو په صورت کې به د تهراني چارواکو پر وړاندې له نظامي ځواک څخه کار واخلي.
د رارسېدلو راپورونو له مخې، په تهران، مشهد، اصفهان او نورو لویو ښارونو کې زرګونه کسان سړکونو ته راوتلي دي.
د ایران د امنیتي چارواکو لخوا د انټرنیټ قطع کول د دې لامل شوي چې د تلفاتو دقیق شمېر په ټپه ودریږي، خو د بشري حقونو نړیوال سازمانونه وايي چې په تېرو څو ورځو کې د نښتو پر مهال لسګونه لاریون کوونکي وژل شوي او د پولیسو یو شمېر افسران هم له منځه تللي دي.
په ورته وخت کې د ایران مذهبي مشر علي خامنهاي دغه لاریونونه د بهرنیو هېوادونو او په ځانګړي ډول د امریکا او اسرائیلو «توطیه» بللې ده.
د ایران قضائیه ځواک ګواښ کړی چې د هغو کسانو لپاره به د اعدام سزاګانې اعلان کړي چې د دوی په وینا، د هېواد امنیت یې له خطر سره مخ کړی دی.
سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د مارکو روبیو او ډونالډ ټرمپ دا ډول ښکاره او توند ملاتړ په ایران کې د پاڅون کوونکو روحیه لوړوي، خو په مقابل کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مخامخ نظامي ټکر احتمال هم تر هر بل وخت زیاتوي.
