متحده ایالتونه

ایران ته د ټرمپ تازه ګواښ: پر پاڅونوالو ډزې بندې کړې، ګني موږ به یې هم پیل کړو

انځور- ارشیف څخه د امریکا ولسمشر

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د ایران مشرانو ته تازه ګواښ کړی او ویلي یې دي چې د ایران دولت دې پر پاڅونوالو ډزې بندې کړي؛ که نه نو امریکا به هم د دغه دولت پر وړاندې پر ډزو پیل وکړي.

هغه د ایران مشرانو ته په خپل دغه خبرداري کې ویلي: «ښه به دا وي چې ډزې ونه کړئ؛ ځکه چې موږ به هم پر ډزو پیل وکړو. زه یوازې هیله لرم چې په ایران کې اعتراض کوونکي خوندي پاتې شي؛ ځکه چې اوس هلته وضعیت خورا خطرناک دی.»

ورته مهال، په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي ویډیويي کلیپونه ښیي چې په ټول ایران کې د دولت ضد اعتراضونه د پراخېدو په حال کې دي او د دغه هېواد چارواکو د زیاتېدونکو ناارامیو د کابو کولو لپاره انټرنیټ پرې کړی دی.

د بشري حقونو ډلو په نږدې دوو اونیو کې د لسګونو اعتراض کوونکو مړینه ثبت کړې ده. د ایران دولتي ټلوېزیون لخوا د نښتو او اور لګېدنو د انځورونو له خپرولو سره جوخت، نیمه دولتي خبري اژانس ‘تسنیم’ راپور ورکړی چې تېره شپه څو تنه پولیس افسران هم وژل شوي دي.

له دې سره سره، ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې په امریکا کې مېشت د ایران د پخواني پاچا له زوی، شهزاده رضا پهلوي سره لیدنې ته لېوالتیا نه لري؛ دا د دې ښکارندويي کوي چې نوموړی په تمه دی ترڅو وګوري چې دغه کړکېچ څنګه پرمخ ځي، بیا به د یو مخالف مشر ملاتړ اعلان کړي.

له بلې خوا د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي په یوه تازه ټلوېزیوني وینا کې لوړه وکړه چې شاتګ به ونه کړي. هغه اعتراض کوونکي په بهر کې د مېشتو مخالفو ډلو او متحده ایالاتو په استازولۍ په فعالیت تورن کړل او د دغه هېواد لوی څارنوال هم د اعدام د حکمونو د صادرولو ګواښ وکړ.

د ایران د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو وزارت اعلان کړی چې د انټرنیټ د پرې کولو پرېکړه «د هېواد د واکمنو شرایطو له مخې، د باصلاحیته امنیتي چارواکو لخوا» شوې ده.