متحده ایالتونه

ټرمپ په یوه فرمان سره امریکا له ۶۶ نړیوالو سازمانونو وایستله

انخور- ارشیف څخه د امریکا ولسمشر

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د یوه نوي فرمان په لاسلیک کولو سره خپل هېواد له ۶۶ نړیوالو سازمانونو څخه ویستلی دی، چې په دې کې د ملګرو ملتونو ۳۱ اړوند بنسټونه او ۳۵ نور خپلواک سازمانونه شامل دي.

سپینې ماڼۍ د دغو سازمانونو نومونه نه دي اخیستي، خو ویلي یې دي چې دغه بنسټونه د امریکا د ګټو په خدمت کې نه وو.

ایسوشېټډ پریس راپور ورکړی چې په دې فرمان کې ډېری هغه ادارې، کمیسیونونه او مشورتي پلاوي په نښه شوي چې ملګرو ملتونو پورې تړاو لري او د اقلیم، کار، کډوالۍ او نورو هغو مسایلو په اړه کار کوي چې د ټرمپ اداره یې د «ویښتابه» (Woke) یا بېځایه نوښتونو په نوم یادوي.

د راپور له مخې، په دې لست کې د ملګرو ملتونو څخه پرته نور سازمانونه هم شته، لکه: د اتلانټیک د همکاریو بنسټ، د ډیموکراسۍ او ټاکنیزو مرستو نړیواله اداره او د تروریزم سره د مبارزې نړیواله ټولنه.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د ټرمپ د دې ګام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې امریکا به نور هغو نړیوالو اداري کارکوونکو (بیوروکراټانو) ته د مالي مرستو ورکول بند کړي چې د امریکا د ګټو پر خلاف کار کوي.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د ټرمپ اداره به تل امریکا او امریکایانو ته لومړیتوب ورکوي.» روبیو دا ۶۶ سازمانونه «د امریکا ضد، بې ګټې او د پیسو ضایع کوونکي» بللي او زیاته کړې یې ده چې د نورو نړیوالو سازمانونو ارزونه لا هم روانه ده.