افغانستان

افغانستان کې سختو بارانونو او سېلابونو لږ تر لږه ۱۷ کسان ووژل

انځور- ارشیف څخه

په افغانستان کې وروستیو سختو بارانونو او واورو که څه هم اوږده وچکالي پای ته ورسوله، خو ورسره جوخت یې په یو شمېر سیمو کې ویجاړونکي سېلابونه راوويستل چې له امله یې لږترلږه ۱۷ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

هرات کې د طالبانو د والي ویاند، محمد یوسف سعیدي وايي چې یوازې د دغه ولایت په کبکان ولسوالۍ کې تېره پنجشنبه د یوې کورنۍ د کور چت غورځېدلی چې له امله یې د دوو ماشومانو په ګډون ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پېښو پر وړاندې د طالبانو تر واک لاندې دمبارزې ادارې ویاند، محمد یوسف حماد ویلي چې ډېره مرګ‌ژوبله له تېرې دوشنبې راهیسې په سېلاب ځپلو سیمو کې اوښتې ده.

د نوموړي په وینا، دې خراب موسم د هېواد په مرکزي، شمالي، سویلي او لوېدیځو برخو کې عادي ژوند ګډوډ کړی دی.

حماد زیاته کړه چې سېلابونو زیربناوې ویجاړې کړي، مالونه یې تلف کړي او ۱۸۰۰ کورنۍ یې اغېزمنې کړې دي، چې دې چارې په ښاري او لیرې پرتو سیمو کې د خلکو ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ویډیويي کلیپونه ښيي چې د هرات-کندهار پر لویه لاره د دښت بکوا سیمې ته نږدې یو بار وړونکی موټر او په بله سیمه کې یو مسافر وړونکی بس د سېلابونو په څپو کې اوښتي او خلک په سختۍ سره د خپلو ځانونو د ژغورلو هڅه کوي.

ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو روانه اونۍ خبرداری ورکړی چې افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې هم د نړۍ د یو تر ټولو لوی بشري ناورین په توګه پاتې کېدونکی دی. ملګرو ملتونو او د هغوی شریکانو د سې شنبې په ورځ د نږدې ۱۸ میلیونو اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د ۱.۷ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.