افغانستان

په هرات کې د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په پانګونه د المونیمي قطیو جوړولو فابریکې بنسټ کېښودل شو

انځور- په هرات کې د پامیر المونیمي قطیو جوړولو فابریکې بنسټ ایښودنه

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر وايي چې د هرات ولایت په صنعتي پارکونو کې د «پامیر المونیمي قطیو» تولیدي شرکت د جوړېدو چارو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

 دغې ادارې پر خپل اېکس پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د دې فابریکې بنسټ ډبره نن پنجشنبه د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ هرات ولایت ته تللي پلاوي لخوا کېښود شوه.

عبدالغني برادر په دې مراسمو کې د صنعت پر ملاتړ ټینګار وکړ او دا پروژه یې د افغانستان د صنعتي پر ځان بسیاینې په لور یو تاریخي ګام وباله.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا په افغانستان کې د المونیمي قطیو د تولید لومړنی لوی شرکت دی چې په ۱۶ جریبه ځمکه کې د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره جوړېږي. د دې فابریکې تخنیکي ځانګړنه دا ده چې په عصري وسایلو به سمبال وي او په لوړه کچه د تولید ظرفیت به ولري.

 د اقتصادي مرستیال دفتر وايي چې د دې اقتصادي پروژې په بشپړېدو سره به نږدې ۱۷۰۰ هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي، چې دا به په لوېدیځ زون کې د بېکارۍ په کمولو کې د پام وړ مرسته وکړي.

یاد دفتر دغه راز وړاندې زیاتوي چې د المونیمي قطیو دا فابریکه به نه یوازې د هېواد د څښاک توکو د تولیدي شرکتونو اړتیاوې پوره کړي، بلکې د هېواد د صنعتي ځان بسیاینې او د وارداتو په کمولو کې به هم مهم رول ولوبوي.

 دفتر وايي تر دې وړاندې افغانستان د څښاک توکو لپاره ټولې المونیمي قطۍ له بهرنیو هېوادونو لکه ایران، پاکستان او ازبکستان څخه واردولې، چې د دې فابریکې په فعالېدو سره به په کلني ډول د میلیونونو ډالرو د وتلو مخه ونیول شي.

د پامیر المونیمي قطیو جوړولو فابریکې بنسټ ډبره په داسې حال کې ايښودل کیږي  چې د هېواد اقتصاد د مرستو له کمښت او د بېکارۍ له لوړې کچې سره مخ دی. د نړیوال بانک د تازه راپورونو (۲۰۲۵) له مخې، که څه هم د افغانستان په ناخالصو کورني تولیداتو کې څه باندې ۴ سلنه وده اټکل شوې، خو د نفوس چټکه زیاتوالي او د کډوالو راستنېدو د بېکارۍ کچه، په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځ، نږدې ۲۵ سلنې ته رسولې ده.

 بل لور ته، افغان صنعتکاران لا هم له بنسټیزو خنډونو لکه د دوامداره برښنا نشتوالي، نړیوالو بانکي سیسټمونو ته د محدود لاسرسي او د خامو موادو په لېږد کې له ترانزیټي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دا ننګونې د دې لامل شوي چې د هېواد زیاتره تولیدي فابریکې له خپل بشپړ ظرفیت څخه په ګټه اخیستنه کې پاتې راشي، چې له امله یې د کورني تولید پر ځای بازارونه لا هم په بهرنیو وارداتي توکو ډک دي.