افغانستان

رواداري بنسټ: طالبان په بدخشان کې له هرې اسماعیلي کورنۍ څخه ۲۰۰۰۰۰ افغانۍ «جریمه» اخلي

انځور له آرشیف څخه- بدخشان فیض اباد

د رواداري بشري حقونو بنسټ په افغانستان کې د «اسماعیلیه ټولنې د بشري حقونو د وضعیت» په اړه په خپل راپور کې ویلي دي چې طالبان په بدخشان کې له هرې هغې اسماعیلي مذهبه کورنۍ څخه چې خپل ماشومان د زده کړې لپاره حنفي مدرسو ته نه لېږي، ۲۰۰۰۰۰ افغانۍ «نغدي جریمه» اخلي.

په دې راپور کې راغلي دي چې طالبان په بدخشان کې په زور سره د اسماعیلي کورنیو هلکان د «اجبار، ګواښ او وېرې» له لارې خپلو تر کنټرول لاندې دیني مدرسو ته بیايي، ترڅو هغوی ته حنفي فقه ور زده کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا «یوناما» تر دې وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو که اسماعیلي کورنۍ خپل ماشومان د اهل سنت په مدرسو کې شامل نه کړي، د طالبانو له خوا له ۲۰۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰۰ پورې له جریمې سره مخ کېږي.

د رواداري په راپور کې راغلي چې طالبانو په بدخشان کې اسماعیلي کورنیو ته خبرداری ورکړی چې که یې ماشومان له دغو مدرسو وتښتي یا د دغو مدرسو درسونه نیمګړي پرېږدي، کورونه او جایدادونه به یې وسوځوي او د کورنۍ غړي به یې ووژني.

له بلې خوا، دغه بنسټ زیاته کړې چې په ځینو مواردو کې چې اسماعیلي مشرانو د خپلو اولادونو د وړلو په اړه د طالبانو د اقدام پر وړاندې مقاومت کړی، له «بند، شکنجې او وهلو ډبولو» سره مخ شوي دي.

رواداري بنسټ ویلي دي چې دا راپور د ۲۵ «ژورو او مفصلو مرکو پر بنسټ چمتو شوی، او د طالبانو واک ته له بېرته رسېدو راهیسې یې د دغه مذهبي اقلیت پر وړاندې د بشري حقونو پراخ نقض» څېړلی او مستند کړی دی.

یوه کس چې مرکه ورسره شوې دغه بنسټ ته ویلي: «زه داسې زده کوونکي پېژنم چې طالبانو په زور مدرسې ته بیولي وو، خو هغوی وتښتېدل او زما کور ته یې پناه راوړه. دا زده کوونکي د اسماعیلیه مذهب او دولس امامي تشیع پیروان وو.

طالبانو د هغه له تېښتې وروسته له مور او پلار سره یې اړیکه ونیوله او ګواښ یې وکړ که یې اولادونه بېرته مدرسې ته رانشي، کورونه به یې وسوځوي او وروڼه به یې ووژني. هغوی مجبور شول چې بېرته مدرسې ته لاړ شي.

 طالبان له ټولو کورنیو ژمنه اخلي چې خپل اولادونه د دوی دیني مدرسې ته ولېږي او که کوم ماشوم درس نیمګړی پرېږدي، وتښتي یا بل ځای ته لاړ شي، کور او جایداد به یې وسوځوي او مالونه به یې امارت (د طالبانو د حکومت نوم) ته وسپاري.»

یو بل کس چې ده سره هم مرکه شوې رواداري ته ویلي: «طالبانو د بدخشان ولایت د اسماعیلي مېشته ولسوالیو په مرکزونو کې دیني مدرسې جوړې کړې دي او کلي یې د ماشومانو د اجباري ګډون لپاره سهمیه بندي کړي دي.

نومړی وايي هغوی اسماعیلي ماشومان دغو مدرسو ته بیايي او حنفي فقه ورته تدریسوي. همدارنګه یې د هر جومات لپاره امام ټاکلی او د دغو جوماتونو دننه یې د حنفي فقهې د تدریس ټولګي پیل کړي دي. هغه امامان چې دا ټولګي مخته وړي، په میاشتني ډول له طالبانو معاش ترلاسه کوي.

 په دې اړه، په شغنان ولسوالۍ کې یوه طالب په یوه غږیز پیغام کې چې د امر بالمعروف ادارې ته یې لېږلی، ویلي چې اسماعیلیان کافر دي او باید مسلمان شي. موږ د مدرسو په جوړولو کې له ستونزو سره مخ یو، زموږ پوره توان د یوې مدرسې جوړول وو. که تاسو همکاري او اسانتیاوې برابرې کړئ، موږ کولی شو ډېرې مدرسې جوړې کړو او د دې مذهب ډېر پیروان مسلمانان کړو.»

د اسماعیلیانو د مذهب اجباري بدلول

 په ورته وخت کې دغه بنسټ په خپل دې راپور کې ټینګار کړی چې د دې څېړنې د موندنو ارزونه ښيي چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې او په ځانګړي ډول په بدخشان او بغلان ولایتونو کې په «سازماني شوې او هدفمنه» توګه د اسماعیلیانو د مذهب بدلولو او پر هغوی د سني مذهب د تپلو لپاره اقدام کړی دی.

رواداري وايي چې طالبانو د دې کار لپاره له هغو لارو چارو کار اخیستی چې پر «اجبار، ګواښ، شکنجې، وېرې او د تاوتریخوالي نورو ډولونو» ولاړې دي.

د دغه بنسټ په وینا، د دې څېړنې ټولو مرکه شویو ویلي چې طالبانو د فشار د بېلابېلو لارو په کارولو سره هڅه کړې چې اسماعیلیان د خپل مذهب بدلولو او د سني مذهب منلو ته اړ کړي.

دغه بنسټ ادعا کوي چې د مرکه شویو روایتونه نه یوازې د اورېدلو پر بنسټ دي؛ بلکې د قربانیانو له نږدې لیدلو او ورسره د مستقیمې اړیکې پر بنسټ دي. لکه څنګه چې ۷ تنو ویلي چې له هغو کسانو سره یې خبرې کړې چې د طالبانو تر فشار لاندې د مذهب بدلولو ته مجبور شوي دي.

۱۰ تنو نورو هم ویلي چې ځینې دا کسان له نږدې پېژني او یا ورسره په یوه سیمه کې ژوند کوي. یو تن ویلي چې د مذهب بدلولو په موخه له «ګواښ، وهلو ډبولو او ځورونې» وروسته یې خپل کور او د ژوند ځای پرېښی دی او یو بل تن ویلي چې طالبانو په ګواښ او د پیسو په وړاندیز سره هڅه کړې هغه د سني مذهب منلو ته اړ کړي.

په راپور کې راغلي چې ترلاسه شوي معلومات ښيي چې د اسماعیلیه پیروانو د مذهب بدلولو او پر هغوی د سني مذهب د تپلو د هڅو لویه برخه په بدخشان ولایت او د دروازها په ولسوالیو کې متمرکزه وه.

د مرکه شویو د روایتونو له مخې دا بهیر په «هدفمنه او پلان شوې» توګه او په عمدي ډول په دغه ولایت کې د جمعه خان فاتح په نوم د یوه سیمه ییز طالب قوماندان تر لارښوونې لاندې ترسره شوی دی.

طالبانو تر اوسه د رواداري بنسټ د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.